د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د لوګر د علماوو شورا مرستیال "مفتي عبدالغفور" ووژل شو


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې نن د دوشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي مفتي عبدالغفور هغه مهال د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو چې له کوره د سهار لمانځه لپاره جومات ته روان وو.

د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو سره د پېښې د تائید تر څنګ وویل چې افغان ځواکونو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي، تر څو عاملین‌يې پیدا او د قانون منګولو ته‌يې وسپاري.

د لوګر والي زیاته کړه، وسله‌والو له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو غواړي د علماوو او ملکي وګړو د وژنې له لارې په خلکو کې وېره خوره کړي.

د لوګر والي حلیم فدايي
د لوګر والي حلیم فدايي

یاده دي وي چې د تېرې جمعې په ورځ هم د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د واده پر یو موټر د چاودنې له کبله ۱۱ تنه ملکیان چې پنځه ښځې، پنځه ماشومان او یو مشر کس په‌کې وو، وژل شوي وو.

بل‌خوا نن له غرمې مخکې د پکتیا د مرکز ګردېز نوي ښارګوټي کې پر یو کور د هاوان ګولې لګېدلې چې د کورنۍ دوه تنه‌يې وژلي او یو تن په‌کې ټپي شوی دی.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یوه مېرمن او یوه ماشومه وژل شوې او یو بل ماشوم‌يې ټپي شوی دی.

د پکتیا امنیه قوماندان زیاته کړه، د دوی څېړنو ښودلې چې توغندی د احمدابا ولسوالۍ اړوند د غړک له سیمې د ګردېز پر لور توغول شوی دی.

نوموړی وايي، په همدې سیمه کې د افغان ځواکونو له‌خوا د پېښې د عاملینو په موندلو پسې عملیات روان دي.

تر اوسه د یادو دواړو پيښو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG