د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

خبرونه

د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، وردک او غزني چارواکو غونډه وکړه

د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردک او غزني ولایتونو والیانو او امنیه قوماندانانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون غونډه وکړه.

د دې غونډې د هدف په اړه د لوګر امنیه قوماندان عصمت‌الله علیزي ازادي راډیو ته وویل:

"دا امنیتي غونډه د دې لپاره وه چې څرنګه موږ کولای شو د دښمن شوم پلانونه په خپل وخت او زمان شنډ کړو. له خلکو سره چې زموږ رابطه په کوم ځای کې کمزورې ده هغه پیاوړې کړو او په کومو ځایونو کې چې امنیت نه‌شته هلته امنیت ټینګ کړو."

د ګردېز په غونډه کې د شپږ واړو ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې برخه‎والو له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دوی په ولایتونو کې دې د پوځي قطعاتو او جزوتامونو تجهیزاتو او اکمالاتو ته پاملرنه زیاته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ننۍ لوبه وبایلله

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته سریلانکا ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام لوبو په لړکې ننی لوبه د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.

افغانستان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې ۲۳۵ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه. د سریلانکا لوبډلې په ۴۹ اورکې داسې مهال چې دوه لوبغاړي یې پاتې وو، ۲۳۸ منډې وکړې. له دې مخکې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هم وړمه ورځ بنګله دیش ته په دریو ویکټو بایللې وه.

د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي، افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

امریکایي او اوکرایني مرکچیان نن هم په برلین کې خبرو ته دوام ورکوي

تمه ده چې امریکایي او اوکرایني چارواکي نن دوشنبې د ډسمبر په ۱۵ په برلین کې د دوهمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.

د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنیر تیره ورځ په برلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د خبرو اترو له مذاکراتي پلاوي سره پنځه ساعته خبرې وکړې.

وېټکوف پر ایکسپاڼه ولیکل: "استازو د سولې لپاره د شل مادو پر پلان، اقتصادي او نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې. ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا( دوشنبې) سهار بیا سره وویني."

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې دا نه وه څرګنده چې د نن ورځې د خبرو برخوال به څوک وي. له مخکې نن دوشنبې په برلین کې د زیلینسکي کتنه د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره پلان شوې ده.

د شلو مادو پلان وروسته له هغې هغه مهال راڅرګند شو چې اوکراین او اروپايي ملاتړو یې د واشنګټن د وړاندیزشوي د ۲۸ مادو د پلان پربدیلو وړاندیزونو کارپیل کړ. دوی د متحدو ایالتونو پلان چې د مسکو له ځینو دریځونو سره یې ورته والی درلود، په پراخه کچه د روسیې په ګټه بللی و.

د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو

د پولیو یا ګوزڼ له امله يې ټول بدن فلج شوی دی
د پولیو یا ګوزڼ له امله يې ټول بدن فلج شوی دی

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې نن د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

" له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به چې په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره ملیونونو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي ورکول کیږي، په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې تطبیق شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.

په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د روان م کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي پیښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې پاته دی. له افغانستان سره هم مهاله نن دوشنبې په پاکستان کې هم د پولیو د واکسین اوه ورځنی کمپاین پیل شو چې تمه ده په ترڅ کې یې د دې هیواد په ټولو ایالتونو کې له ۴۵ ملیونه زیات ماشومان واکسین شي.

پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

په مراکش کې د سختو بارونونو او سیندونو له امله لږترلږه ۳۷ کسان مړه شوي

په مراکش کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د مراکش د اتلانتيک په ساحلي ولایت آسفي کې رامنځته شوې، چې د پلازمېنې رباط په جنوب شاوخوا ۳۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د رویترز د راپورله مخې د آسفي په زاړه ښارکې یوازې یو ساعت سخت باران کورونه او دوکانونه تر اوبو لاندې کړل، موټرونه یې له ځان سره یو وړل او د شاوخوا سیمو ګڼ سړکونه یې بند کړل.

مراکش د اطلس په غرونو کې سخت بارانونه او واورې داسې مهال تجربه کوي چې په دې هیواد کې اوه کاله پرله ‌پسې وچکالۍ ځینې مهم بندونه تش کړي وو.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبه له سریلانکا سره روانه ده

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبه له سریلانکا سره روانه ده.

د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې دا لوبه د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې.

افغانستان د لوبې پچه وګټله او ټوپوهنه یې غوره کړه. افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې ۲۳۵ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه. د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.

افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.

اوچا: ختیځ کې زلزله ځپلي په سخت ژمي کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څو میاشتې وروسته، په تر ټولو سختو اغېزمنو سیمو کې ۲۲۳ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي خو سخت ژمي ته په پام لا هم ډېر کسان له زیات ملاتړ څخه بې برخې دي.

اوچا پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې زیانمنو ته د مرستې رسولو د تمویل یوازې ۳۴ سلنه بودیجه یې ترلاسه کړې خو بیړنۍ اړتیا ده چې نورې مرستې هم ترلاسه کړي. د اوچا په خبره ۱۱۱ نیم ملیون ډالرو ته اړتیا ده چې زیانمنو ته اړینې مرستې ورسوي. د اوچا په خبره د اګسټ د میاشتې په پای کې د ریښترپه کچه څه باندې ۶ درجې زلزلې نژدې پنځه لکه کسان اغیزمن کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، له پاکستانه د هغو افغانانو ایستل ورته لومړیتوب لري چې په هغه هیواد کې جرمني ته د تلو انتظارباسي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډ ‌فول وايي، په پاکستان کې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې پردوسیو غور او جرمني ته یې لیږدول د جرمني د حکومت لپاره لومړیتوب دی چې جرمني له مخکې ورسره په هغه هیواد کې د منلو ژمنې کړې دي.

د جرمني ویلټ ورځپاڼې د راپورله مخې ښاغلي واډفول ویلي، تمه لري چې له پاکستانه جرمني ته د دغو افغانانو د لیږدولو الوتنې د روان کال ترپای رسیدو مخکې بشپړې شي. هغه همدارانګه ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې له خطرسره مخ افغانانو په اړه خبرې کړې او د شپږو میاشتو لپاره یې په هغه هیواد کې د دوی د هستوګنې غځول یقیني کړي دي.

نوموړي د افغانانو پرکیسونو بیا غور د کورنیو چارو وزارت دنده وبلله چې د ټولو حقوقي او نورو اړخونو له ارزونې وروسته به په دې اړه پریکړه کوي چې د کومو کسانو غوښتنلیکونه ومني او د کومو هغو ردکړي خو هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول ځنډ کولای شي د راتلونکې کال له پیل سره افغانستان ته د دغو افغانانو د ډیپورت خطرزیات کړي چې اوس په پاکستان کې جرمني د تلو په نیت انتظارباسي. جرمني تر دې مخکې په څو الوتنو کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه هغه هیواد ته لیږدولي خو د راپورونو له مخې تراوسه نژدې ۱۹۰۰ کسان لاهم په پاکستان کې پاتې دي. دا هغه افغانان دي چې په تیرجمهوريت کې یې د جرمني له پوځ او د دې هیواد له نورو ادارو سره کارکړی او پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا د ( نوښت او مشارکت) جایزه ترلاسه کړه

مطیع الله ویسا د قطر د امیر له خوا د نوښت او مشارکت جایزه ترلاسه کړه
مطیع الله ویسا د قطر د امیر له خوا د نوښت او مشارکت جایزه ترلاسه کړه

د نجونو د تعلیم افغان فعال او د قلم لارې د ټولنې مشر مطیع الله ویسا د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د جایزو په مراسمو کې د ( نوښت او مشارکت) جایزه ترلاسه کړه.

له فساد سره د مبارزې د برخې مخکښانو ته د دغو جایزو د ورکړې نهم پړاو، د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ( یو.ان.او.ډي.سي) په مرسته پرون یکشنبه په دوحه کې ترسره شو.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر پر خپله ایکس پاڼه د ویسا انځور خپور کړی چې په کې د قطر د امیر له خوا دغه جایزه ترلاسه کوي.

مطیع الله ویسا د ۱۴۰۲ کال په حمل میاشته کې د طالبانو استخباراتو توقیف کړ او شاوخوا ۷ میاشتې یې زندان کې تېرې کړې.

طالبانو هغه " په دولت ضد هڅو " باندې تورن کړی، خو کورنۍ یې هغه مهال دا تورونه رد کړي وو.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي دي.

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي

ارشیف
ارشیف

نن د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.

" له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې به دغه واکسین تطبیق شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.

په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د ۲۰۲۵ کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي نمونې هم ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې پولیو ویروس په کې پاته دی.

دا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي

د سیدني پولیس د برید په سیمه کې
د سیدني پولیس د برید په سیمه کې

د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.

استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.

ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.

د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.

پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG