د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د کابل ولایتي شورا: طالبان د کابل ځینو برخو کې تلاشۍ کوي


د کابل د ولایتي شورا رئیس وايي، طالبان د شپې لخوا د کابل په ځینو برخو کې تلاشۍ کوي او چک پاینټونه لري.

که څه هم په کابل کې د طالبانو د حضور په اړه اندېښنې تازه نه دي، خو د شپې لخوا د طالبانو له لوري د تلاشۍ او چک پاینټونه په اړه څرګندونې ښايي په خپل ډول کې لومړنۍ وي.

د کابل د ولایتي شورا رئیس عبدالرحمان هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د کابل په څلورو ولسوالیو کې شته او د شپې لخوا په ځینو برخو کې چک پاینټونه اچوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په موسهي، قره باغ، سروبي او پغمان ولسوالیو کې نه دا چې مخالفین شته او فعالیت کوي بلکې د شپې لخوا ګرځي او حتا چک پاینټونه هم اچوي."

د ښاغلي هاشمي په خبره که څه هم امنیتي ځواکونه د جنايي جرمنو د کابو کولو په برخه کې هڅې کوي، خو د مخالفیونو له لورې کابل ښار ته متوجې ګواښونو دوی اندېښمن کړي دي.

په کابل کې د امنیتي وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې شااوخوا یوه نیم میاشت وړاندې په رڼا ورځ نا معلو وسله والو په قمبر څلور لاري کې د عدلي او قضايي مرکز دوه کارکوونکي په ډزو ووژل او په سبا یې بیا په همدغه سیمه کې د ملي اردو افسر ووژل شو.

د امنیتي چارو کارپوهان له نا امنو ولایتونو سره د کابل د پولو لرل د دغه ولایت د نا امنیو یو مهم لامل بولي.

کابل له لوګر، میدان وردګو، پروان، کاپیسا او لغمان ولایتونو سره ګډې پولې لري.

د امنیتي چارو کارپوه صدیق ساحل وايي، له نا امنیو ولایتونو سره د کابل د پولو لرل له یوې خوا او د امنیتي چارواکو کمزوری مدیرت بلخوا د دې لامل شوي چې ورځ تر بلې په کابل کې امنیتي وضعه خرابه شي.

همدغه اندېښنې مو د کابل له امنیه قوماندان سره شریکې کړې.

حسن شاه فروغ وايي، د ښمن په هرځای کې چې وي خپل فعالیت کوي، خو امنیتي ځواکونو یې د دفع کولو توان لري.

د ښاغلي فروغ په خبره افغان ځواکونو په کابل کې د طالبانو د ځپلو لپاره لسګونو ګډ پوځي عملیات هم ترسره کړي دي.

حسن شاه فروغ.
حسن شاه فروغ.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته راپورونه رارسېدلي چې طالبان موسهي ته تګ راتګ لري یوه ورځ زموږ په کمین کې د دوی یو نفر ووژل شو دوه تنه یې ټپیان شول او یو کس یې اسیر ونیول شو، دښمن هڅې کوي چې لاسته راوړنې ولري خو موږ خپل چمتووالي لرو."

څه موده وړاندې د قره باغ ولسوال هم له رسنیو سره په خبرو کې د دغه ولسوالۍ په ځینو برخو کې د طالبانو د حضور په اړه ویلي و خو د کابل امنیه قوماندان وايي د ولس په مرسته یې په کابل کې د طالبانو د فعالیتونو مخه نیولې ده.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG