د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان امنیتي وضعیت ته ډېر پام اړولی


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په زابل کې د وسله‎والو طالبانو د ډله ییزې حملې په اړه لیکي، طالبانو د دې ولایت پرمرکز کلات او نېژدې ولسوالیو د شنبې په شپه ناوخته ډله ییزه حمله وکړه چې افغان پولیسو ته یې ډېره مرګ ژوبله واړوله.

ورځپاڼه د زابل د والي بسم‎الله افغانمل له قوله لیکي چې ویلي یې دي، وسله‎والو طالبانوچې شمېر یې د ده په وینا له زرو اوښت، په شاه‎جوی او دای‎چوپان ولسوالیو کې له مختلفو لورو د پولیسو پرپوستو بریدونه وکړل او هم یې له دغو بریدونو سره په یوه وخت پر کلات په لسګونو توغندي وویشتل.

د افغانمل په وینا څو توغندي د ولایت پر میلمستون او امنیې قوماندانۍ ته نېژدې ولګیدل چې له مالي زیانونو پرته یې ځاني تلفات وانه ړول خو په شاه‎جوی کې یې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

د دې ولسوالۍ د پولیسو پرپوستو د طالبانو په بریدونو کې د چارواکو په وینا لږ تر لږه شل پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د زابل والي ازادي راډیو ته وویل چې دا د وسله‎والو طالبانو یو لوی پلان وو چې غوښتل یې کلات، شا‎ه‎جوی او شاوخوا ولسوالیو ته سقوط ورکړي چې زموږ امنیتي ځواکونویې مخه ونیوله.

نیویارک ټایمز وړاندې د زابل د والي دا خبره هم راخېستې چې ویلي يې دي، د دې ولایت د ۱۱ ولسوالیو شپږ يې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي چې افغان پولیس یې د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.

نیویارک ټایمز په ګردیز او کابل کې هم د ناامنیو وروستیو پېښو یادونه کړې او وایي چې دا د وسله‎والو طالبانو د هغو پسرلنیو عملیاتو یوه برخه ده چې څه موده وړاندې یې د پیلېدو اعلان کړی و.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بیا په کابل کې د نا امنۍ وروستې پېښې ته په اشاره لیکي چې یوه جرمنۍ مېرمن او د هغې افغان ساتونکی د شنبې په شپه ناوخته ووژل شول او یوه فنلنډۍ مېرمن لادرکه شوې چې په غالب ګومان یرغمل شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا دغه پېښه د کابل په دارالمان سیمه کې په یوه میلمستون کې چې بهرانیان په‎کې اوسې رامنځ ته شوې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي:

امنیتي چارواکو او بهرنیو سفارتونو خبردارۍ ورکړی وچې طالبان او د اسلامي دولت له سخت دریځي ډلې سره تړلي وسله‎وال ښایي د روژې د میاشتې له پیلیدو سره په کابل کې مهم اهداف د حملو لپاره په نښه کړي.

واشنګټن پوست لیکي:

د راپورونو له مخې د افغان ساتونکي سرپرې شوی او دا هغه بې رحمانه بڼه ده چې د اسلامي دولت ډله یا داعش معمولاً ترې کار اخلي، نه طالبان.

د واشنګټن پوست په لیکنه د دغو دوو بهرنیانو په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي خو هغه په وروستو څو میاشتو کې په کابل کې لومړۍ پېښه ده.

د ورځپاڼې په وینا له دې مخکې کلونو کې دا ډول ډیرې پیښې تکرار شوي چې یوه یې هم په تېر اګسټ کې د کابل په همدې سیمه کې د امریکایي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو د تښتولو پیښه ده چې تراوسه یې نه برخلیک او نه هم ځای معلوم دی.

XS
SM
MD
LG