د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د لوګر د ازرې اوسېدونکي: ژمي کې واورو محاصره کړي یو، اوړي کې مخالفینو


د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان د امنیتي ارګانونو له چارواکو وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ د امنیتي او اقتصادي محاصرې د ماتولو په برخه کې اقدام وکړي.

دوی پرون سې شنبه په هغې ناسته کې چې په ازره کې يې د ملي دفاع له سرپرست وزیر طارق‌شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له مرستیالانو سره درلوده، وویل ازرې ته ټولې لارې تړلې دي او ولس‌يې په امنیتي او اقتصادي لحاظ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

د ازرې اوسېدونکو او حکومتي مسؤلینو يې زیاتوله، د افغانستان سرحدي ولسوالیو کې پوله ساتونکي پولیس توظیف دي، خو په ازره کې چې اړتیا يې هم ډېره ده د سرحدي پولیسو تشکیلات نه‌شته.

د پلاوي سره د کتنې په موخه جوړه شوې غونډه کې د ازرې یو تن اوسېدونکي رحمن‎الله احمدزي وویل، د یادې ولسوالۍ خلک د حکومت ملاتړي دي، په سختو شرایطو کې وخت تېروي، خو حکومتي چارواکي ورته پاملرنه نه‌لري.

رحمن‎الله احمدزي زیاته کړه:

"د ملي دفاع وزیر نه او د ټولو ارګانونو نه مو دا غوښتنه ده چې د خدای او قران په لحاظ د ازرې د خلکو غم وخورئ، د ازرې ډېر غیرتي ولس دی، کوزه لاره بنده ده، بره لاره بنده ده، حیران یو چې په کومه لاره لاړ شو ځکه همدا دوه لارې دي، مزایل راځي دا خو ړانده دي په کورونو لګېږي، ښځې مو شهیدانې شوي، ماشومان مو شهیدان شول، سپین‎ږیري مو تکه تکه شول، موږ تل د حکومت ملاتړ کړی او ورسره ولاړ یو، خو حکومت موږ سره کمک نه‎دی کړی."

د لوګر ازرې ولسوالۍ ته د پلازمېنې کابل د پلاوي سربېره د یاد ولایت ملکي او پوځي چارواکي هم ورغلي وو.

که څه هم وخت نا وخت ازرې ته د کابل له لارې پوځي اکمالاتي قطارونه ورځي، خو عموماً چارواکي یادې ولسوالۍ ته پوځي هليکوپټرو کې سفرونه کوي.

د ازرې یو بل تن سیمه‎وال هلته د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او ويې‌ویل:

"هېڅ اکمالات‌يې موږ ته نه‎دي کړي، یوه شاجوره راسره شته، خو بند راسره نه‌شته، له لوږې سټ شو، له بلې خوارۍ او غریبۍ هم وتلي یو، نه معاش شته، له لوږې غرق او در په در یو چې قصابي وشي، د یو پاو غوښې د اخیستو وس له چا سره نه‌شته، نه معاش شته، نه اعاشه شته او نه کوم بل شی."

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید له چارواکو وغوښتل چې لږ تر لږه دې یادې ولسوالۍ ته یوه لاره په دایمي ډول خلاصه کړي.

نوموړي هلته د یو مجهز او سمبال روغتیايي مرکز شتون هم اړین وباله.

د ازرې ولسوال وايي:

"د افغانستان په ټولو سرحدي ولسوالیو کې سرحدي پولیس وجود لري، باید موږ سرحدي پولیس ولرو، دوهمه غوښتنه مو دا ده چې ازره په ژمي کې د وارو له لاسه محاصره وي او اوړی د مخالفینو د لاسه محاصره وي، د مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د څلورو لارو یوه لاره راته خلاصه کړي او درېیمه غوښتنه مو د شفاخانې ده چې موږ ته یو مجهز روغتیايي مرکز جوړ شي چې عملیاتونه په‌کې وشي، نور موږ مشکل نه‎لرو."

د ازرې په ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق‌شاه بهرامي د یادو خلکو او امنیتي منسوبینو هڅې او هلته د نظام د ټینګولو لپاره قرباني وستایلې.

ده د خلکو ستونزې ومنلې او خلکو ته‌يې ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به چارواکو سره شریکوي او هغه مسئلې چې ده پورې اړه لري په اړه به‌يې اقدام کوي.

طارق‌شاه بهرامي وویل:

"تاسو ته ډاډ درکوم په هماغه ډول چې کندز ته مې سفر لاره، په هغه ډول چې ما پچیراګام او توربوړې ته سفر لاره او یو ډېر لنډ او مختصر عسکري ګزارش مې جلالتماب جمهور رئيس ته، محترم اجرائيه رئيس ته او سرقومانداني اعلی قوای مسلح ته مو ګزارش ورکړ، په عین ترتیب ستاسو یاد شوي مشکلات او ستا دا وړاندیزونه زه ان‌شاءالله مشرانو ته رسوم او کوم کارونه چې په ما پورې اړه لري، هغه به ان‌شاءالله ډېر ژر اجراء کوم او تاسو به‌يې نتیجه وینئ."

د لوګر د ازرې ولسوالي چې پکتیا او ننګرهار سره لګېدلې ده، د پاکستان د قبایلي سیمو سره هم پوله لري.

ویل کېږي د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین ډېر کله پاکستان ته د ازرې له لارې تګ او راتګ کوي.

څو ورځې مخکې د افغان امنیتي منسوبینو یو ستر اکمالاتي قطار هغه مهال د کابل د خاک جبار د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله‎والو تر برید لاندې راغی چې غوښتل يې ازرې ته د وسلو، مهماتو او خوراکي توکو اکمالات وکړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG