د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

په لوګر کې نوی دوه پوړیز سپورټي جمنازیوم پرانیستل شو


په لوګر کې نوی دوه پوړیز سپورټي جمنازیوم چې د پنځه سوه کسانو ظرفیت لري او د دوو کلونو په موده کې يې ودانیزې چارې سرته رسېدلي پرانیستل شو.

یاد جمنازیوم د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست د پرمخیتايي بودجې څخه د۴۵میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر ډاکټر عبدالولید ستانکزي د سپورټي جمنازیوم د پرانیستې ګډونوالو ته پرون وویل، په دې لوبغالي کې له هغو لوبو پرته چې څه نا څه پراخو میدانونو ته اړتیا لري، نورې ټولې لوبې ترسره کېدلای شي.

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي وویل، ځوانانو او ورزشکارانو له دوی د عصري او مجهزو لوبغالو د جوړولو غوښتنه درلوده او دوی هم دې برخې ته پوره پاملرنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG