د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

چارواکي: طالبان په نوي تاکتیک د جګړې پر ځای لویې لارې تړي او وېره خوروي


د لوګر د ولایتي شورا او د میدان وردګو چارواکي وايي، له نوي تاکتیک څخه په استفادې وسله‎وال طالبان د جګړې پر ځای لویې لارې تړي او په خلکو کې وېره خوروي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس ناصر غیرت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه باید په دې برخه کې ځانګړی پام وکړي.

دی وايي:

"په دې وروستیو کې د لوګر امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی وړمه ورځ د امنیت د رئیس په کاروان حمله شوې وه، د یوه ساعت لپاره د لوګر-کابل لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه او همدا شان د روژې په میاشت کې طالبان سړک ته راوتلي و."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په سهار په ميدان وردګو ولايت کې د جګړې له امله د کابل-کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو د سید ‎اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خلکو موټرونه په لویه لاره کې درولي او لاره‌یې تړلې وه.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"طالبانو نن سهار لویې لارۍ او موټر په سړکونو کې درولي وو، موټروانانو یې کیلیانې ایستې وې او لویه لاره‌یې وتړله، وروسته ملي اردو له وسله‎والو طالبانو سره جګړه پيل کړه او هغوی ته‌یې درانه تلفات واړول."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل-شمال لویه لاره د بغلان د دوشي ولسوالۍ په کېله‎‎ګي سیمه کې د وسله‎‎والو مخالفینو له‎خوا بنده شوې وه.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت په ځینو ځایونو کې د وسله‎والو مخالفینو له لوري د لویو لارو تړل کېدل مني.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د لویو لارو امنیت‌یې په لومړیتوبونو کې دی او د امنیت د ټینګښت لپاره به خپلې ګزمې زیاتې کړي.

وزیري وویل:

"کله کله وسله‎وال طالبان د غلو په څېر د دوو پوستو په منځ کې راوځي، زموږ هغه پوستې چې د لارې په سر دي او امنیت ساتي هڅه کوي چې ګزمې زیاتې کړي او د وسله‎والو مخالفینو مخه ونیسي د وسله‎والو ځواکونو هڅه دا ده چې د دوی مخه ډب کړي، ځکه د لویو لارو د امنیت خوندیتوب زموږ په لومړیتوبونو کې دی."

ښاغلی وزیري زیاتوي چې د میدان وردګو د سید‎ اباد ولسوالۍ په سیمه کې چېرته چې وسله‎والو طالبانو لاره بنده کړې وه په جګړه کې وسله‎والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس وايي، کله چې وسله‎وال طالبان لارې وتړي یو شمېر کسان له دولت سره د همکارۍ په تور له ځان سره وړي چې وروسته‌یې برخلیک نامعلوم وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG