د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

جنرال مارک میلي: د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه


د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخوانی مشر، جنرال مارک میلي
د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخوانی مشر، جنرال مارک میلي

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وبلله، خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې وکړه.

جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال فرنک مکنزي سه شنبه د امریکا استازیو جرګې ته ورغوښتل شوي وو څو د تخلیې د عملیاتو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

جنرال میلي زیاته کړه:

" د شلو کلونو په تېرېدو سره موږ پوځیانو هلته د پوځ او دولت په جوړولو کې مرسته وکړه خو ملت مو نه شو جوړولای. دښمن کابل اشغال کړ د حکومت سقوط پېښ شو او هغه پوځ چې موږ یې ملاتړ کاوه له منځه لاړ. دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده. خو پوځ هلته شل کاله میلیونونو افغانانو ته امیدونه ورکړل. په وروستیو ورځو کې مو ۱۳۰ زره افغانانو ته د ژوند او ازادۍ بې ساری فرصت په خورا لوړه بیه برابر کړ. تر ټولو مهمه دا چې موږ د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د تروریستي برید څخه خوندي کړل هغه څه چې زموږ سیمه ایز ماموریت و او دا ماموریت نن هم دوام لري."

د کابل په هوایي ډګر کې د تخلیې عملیاتو یوه څنډه
د کابل په هوایي ډګر کې د تخلیې عملیاتو یوه څنډه

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرنک مکنزي بیا وویل چې له پوځي پلوه امریکایي عسکرو بې ساری عمل وکړ او وتوانېدل د تخلیې عملیات سر ته ورسوي خو د هغه په خبره دا پالیسۍ او پرېکړې وې چې ستونزې یې رامنځته کړې وې.

د تخلیې د عملیاتو پر مهال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر خولې ته یوه ځانمرګې حمله وشوه چې پکې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت ومانه.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال په پرونۍ استماعیه غونډه کې پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نېوکې وکړې چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مساییلو په تړاو د دوی پوښتنې بې ځوابه پرېښي او له پامه یې غورځولي.

په پرونۍ غونډه کې امریکایي سنایپر یا نښه ویشتونکی تایلر وارګس اندروس هم حضور درلود چې د مایکل مککال په خبره د انتحاري بریدګر د ویشتلو لپاره یې قومندانانو د هغه غوښتنه له پامه غورځولې وه.

" هغه د ابي په دروازه یا abbey gate کې سنایپر وو. او موږ ته یې شاهدي راکړه چې ځانمرګی بریدګر یې په خپل دید ساحه کې درلود. هغه د سنایپر عکسونه او نور اړوند اسناد استولي وو او له خپلو قومندانانو یې اجازه غوښته چې ځانمرګی بریدګر هدف وګرځوي. دا خبرداری له پامه غورځول شوی و. هغه هیڅکله بیرته څه نه وو اوریدلي. ما او د وسله والو خدماتو د کمیټې رییس له دې شهادت وروسته دفاع وزارت ته یو لیک واستاوه او ترې وموغوښتل چې دا اسناد او عکسونه کانګرس ته وسپارل شي. تر دې دمه پورې دفاع وزارت دا غوښتنه له پامه غورځولې او رد کړې یې ده."

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال

مککال همداراز د تخلیې د عملیاتو پرمهال د بهرنیو چارو وزارت په چارواکو هم نیوکه وکړه چې له دوی سره یې همکاري نه ده کړې او سره له دې چې قانوناً د تخلیې د عملیاتو پالیسي او پرېکړې یې په لاس کې وې دوی یې دفاع وزارت ته راجع کړي.

مککال وویل د دې لپاره چې له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې فاجعې او ننګونې بیا پېښې نه شي دا اوسنۍ څېړنې مهمې دي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ له افغانستانه د تخلیې عملیات بشپړ کړل او د وروستي امریکايي عسکر په وتلو یې په دغه هېواد کې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

دا هغه ورځې وه چې طالبانو د افغانستان ټولې سیمې نېولې وې او پخوانی پوځ هم د څو ورځو په موده کې مات او حکومت سقوط کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG