د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د څېړنې چټکتیا غوښتل شوې


د نړیوالي جزايي محکمې یا آی سي سي مرکزي دفتر
د نړیوالي جزايي محکمې یا آی سي سي مرکزي دفتر

د بخښنې نړیوال سازمان، د جرمونو له نړیوالې محکمې یا 'آی سي سي' څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي او په چټکۍ يې وڅېړي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د دوی او یا د نورو عاملانو له‌خوا د ترسره شويو جرمونو قربانیانو لپاره عدالت پلي کولو ته لومړیتوب او سرعت ورکړي.

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مسوولې سمیرتي سنګ د نړیوالې جنایي محکمې د غړو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې هم ویلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې عدالت باید د قربانیانو له غوښتنو سره سم وي.

په راپور کې د نوموړې په حواله راغلي چې په افغانستان کې د جرمونو د سزا د معافيت کلتور له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې مروج دى او زياته يې کړه چې د څېړنو د بیا پیل لپاره د جرمونو د نړيوالې محکمې د تېر کال پرېکړې د نړیوالو قوانینو تر چتر لاندې د جرمونو د زرګونو قربانیانو لپاره حقیقي هیله رامنځته کړه څو عدالت، حقیقت او غرامت ته لاسرسی ومومي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډه د ډسمبر په څلورمه په نیویارک کې پیل شوه او د همدې میاشتې تر څوارلسمې به دوام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې دې جرمونو ته د رسېدنې په پروسه کې د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو په شمول د سیمه‌ییزو ګډونوالو د معنی لرونکي مشارکت زمینه برابره کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدا راز د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې د اړینو سرچینو په مرسته د جنګي او د بشريت ضد جرمونو لکه جنسیتي ځورونې په ګډون د نړیوالو قوانینو تر چتر لاندې جرمونو په اړه په اغېزمنه توګه څېړنې ترسره کړي.

دغه سازمان ویلي چې په دې کې هغه جرمونه شامل دي چې د ښځو او نجونو، شیعه ګانو، هزاره ګانو او نورو مذهبي لږه‌کیو پر وړاندې ترسره شوي او هغه جرمونه چې په افغانستان کې په جګړو کې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو یو شمېر قربانیان د عدالت د تامین او د تاوان د ترلاسه کولو له څرنګوالي څخه ناهیلي دي.

یوې افغان مېرمنې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دوه کاله وړاندې د کابل ښار په یوه ځانمرګي برید کې یې خاوند وژل شوی دی.

هغې زیاته کړه: "هیڅوک زموږ په څلورو ماشومانو زړه نه خوږوي، هغه تر خاورو لاندې شو راحته شو، وايي زمونږ پر حال چې دردونو ته پاتې يوو. اوس په دې ساړه ژمي کې په خورا سختو شرایطو کې یم، څوک زموږ حالت ویني؟ زموږ د غږ پورته کولو څه ګټه ده؟ هېڅ ګټه نه‌لري مونږ ډېر غږ پورته کړ، خو چا زمونږ غږونه وانه ورېدل."

خو د جرمونو نړیواله محکمه څنګه کولای شي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا او د دوی له واکمنۍ مخکې د یو شمېر نورو عاملانو له‌خوا د ترسره شویو جنګي جنایتونو د قربانیانو لپاره د عدالت پلي کولو ته لومړیتوب او سرعت ورکړي؟

طالبان د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.
طالبان د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.

د ټولنيزو چارو او بشري حقونو کارپوه ماهر مومند وايي، داسې نه ښکاري چې د جرمونو نړيواله محکمه به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنايتونو عاملان محاکمه کړي.

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، خو که د جنايتونو يو شمېر عاملان له افغانستانه بهر وي، د دولتونو په همکارۍ محاکمه کېدای شي.

مومند زیاته کړه: "هغه کسان چې په دغه جنایتونو کې لاس لري، که له افغانستانه بهر وي، باید د هغه دولتونو لخوا چې 'آی سي سي' ته متعهده دي محاکمه شي. خو هغه کسان چې اوسمهال په افغانستان کې اوسېږي، د دې امکان ډېر لږ او یا ناشونی دی چې طالبان له 'آی سي سي' سره همکاري وکړي په ځانګړې توګه د هغه مجرمینو په اړه چې د طالبانو په ډله کې وي."

د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو د تېر کال په لړم میاشت کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې جرمونه لا هم روان دي او فیصله یې وکړه چې په افغانستان کې دې تحقیقات دوام ومومي ځکه چې د دوی په وینا کابل د ادعا شویو جرمونو په اړه بشپړې او رښتینې څېړنې نه کوي.

د جرمونو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې، په هغو هېوادونو کې د جنګي او د بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنه کوي چې د څېړنې وړتیا او یا هم لېوالتیا نه لري.

د طالبانو حکومت د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د بشریت ضد او جنګي جرمونو په اړه تورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG