د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د لوېدیځ ځينو ورځپاڼو د شهزاده هري وروستۍ ادعا په اړه لیکنې خپرې کړي


شهزاده هري
شهزاده هري

د لوېدیځ یو شمېر ورځپاڼو د بریتانیا د شهزاده هري د دې ادعا په اړه لیکنې خپرې کړې دي چې لیکلي یې دي په هلمند کې یې په دوه زره دولسم کال کې پنځه ویشت طالبان د شطرنج د دانو په څېر په نښه کړي او له منځه وړي دي.

واشنګټن ټايمز:

واشنګټن ټایمز د بریتانیا د پخوانیو پوځیانو په وینا لیکلي دي چې د شمېرو خپرول له یوه غیرپوځي ادرسه ښایي د بریتانیایي پوځیانو ژوند ته ګواښ پېښ کړي او په خپله د شهزاده ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

خپرونې د بریتانیا د متقاعد ډګروال ټم کولینز خبرې رااخیستې دي چې د شهزاده هري پر خبرو یې سخت انتقاد کړی دی.

دی وایي د پوځ دننه چلند داسې نه وي.

ميرر:

د همدې ډګروال خبرې میرر ورځپاڼې هم په تفصیل رااخیستې دي.

ټم کولینز په عراق کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري په عملیاتو کې اوږده تجربه لري دی وایي چې د شهزاده هري دا بې ځایه غرور بریتانیایي پوځیانو ته ستونزې جوړوي.

دا ډګروال بیا وایي چې هري خپله کورنۍ نابوده کړې او اوس یې د خپلې بلې کورنۍ چې پوځ دی د نابودۍ هڅه پیل کړې ده.

د ډګروال کولینز په وینا پوځ د هري هغه کورنۍ ده چې له ده یې غېږ ګرځولې ده.

ورځپاڼه بیا د یو شمېر نورو پخوانیو پوځیانو په وینا لیکي چې شهزاده هري یاغیان د شطرنج د دانو په څېر یاد کړې دي چې له دې امله طالبانو دی په جنګي جنایت تورن کړی دی.

میرر ورځپاڼه بیا د بریتانیا د ملي امنیت د پخواني سلاکار لارډ ډاروخ خبرې رااخیستې دي چې وایي، شهزاده ته باید د دې بې ځایه ادعا په اړه لارښوونه شوې وای.

ورځپاڼه لیکي چې د بریتانیا د کومانډو پخواني غړي بین مک بین شهزاده هري ته ویلي و چې بېځایه مه غږېږه.

شهزاده هري چې د دې کتاب لپاره د میرر ورځپاڼې په باور شل میلیونه ډالر ترلاسه کړې دي په تفیصل لیکلي دي چې څرنګه یې لس کاله مخکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پنځه ویشت طالبان وژلي دي.

ده لیکلي دي چې دې کسانو ته یې د خلکو په سترګه نه کتل دوی ته یې شطرنج د دانو په سترګه کتل چې له تختې یې اړخ ته ږدي.

شهزاده هري دا هم لیکلي دي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې چې د هیلیکوپټرو کمرو ثبت کړې وې وروسته په خپل پوځي کمپ کې کتلي دي.

میرر د بریتانیا د پخواني دفاع وزیر جان هاټن خبرې هم رااخیستې دي چې وایي د شهزاده هري خبرې له هر پلوه ناسمې دي.

له دې خبرو سره د ده په وینا د هري مقام راټیټېږي او دا هغه خبرې نه دي چې له داسې چا څخه یې د کولو تمه وکړو چې یو مسوولیت ورسپارل شوی وي.

ګارډين:

ګارډین ورځپاڼې بیا د شهزاده هري د خبرو په تړاو د طالبانو غبرګون رااخیستې دی او لیکي چې طالبانو دی تورن کړی دی چې یوه لسیزه مخکې یې جنګي جنایت ترسره کړی دی.

ګارډین بیا د طالبان د یوه بانفوذه شخص انس حقاني خبرې اقتباس کړې دي چې وایي، هغه کسان چې تا وژلي دي هغوی د شطرنج دانې نه وې هغوی انسانان وو، کورنۍ یې لرله چې د دوی ورتګ ته یې انتظار کاوه.

بریتانیایي محارب پوځیان په افغانستان کې له دوه زره لومړۍ تر دوه زره څوارلسم کال پورې دېره وو.

XS
SM
MD
LG