د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

فرانسوي چارواکي: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو ګواښونه پېښ کړي


ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه
ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل تازه سفر پر مهال په اروپا کې د تروریستي ګواښونو د زیاتېدو په باب خبرداری ورکړ.

هغه ویلي چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د پاریس د المپیک لوبو تر پیل مخکې لا له واشنګټن څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

جرالډ دارمنین د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو، په افریقا کې د فرانسې د نفوذ کمېدو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بیا ظهور موضوعاتو ته په اشاره ویلي چې په دغسې شرایطو کې د تروریستي تهدیداتو خطر د پام وړ دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر واشنګټن او نیویارک ته دغه سفر د تروریزم او جدي جنایتونو په وړاندې د مبارزې لپاره د فرانسې او امریکا د قضايي ځواک او پولیسو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، جرالد دارمنین دغه راز په نیویارک کې په خپله مرکه کې ویلي چې د اروپایانو او فرانسې لپاره اصلي خطر د افراطي سنیانو تروریزم دی، هغه ویلي چې د استخباراتي ادارو ترمنځ د تروریزم پر ضد همکاري یوه ضروري چاره ده.

دارمنین ویلي، امریکا دې دغه خطر چې اروپا ته زیات متوجه دی، له پامه نه غورځوي.

د فرانسې دغه اندېښنې له کومې سرچینه اخلي؟

په سویس کې د سیاسي مسایلو شنونکي ډاکټر طارق فرهادي وویل: "د فرانسې د پولیسو لپاره په داسې حال کې چې ځانونه د اولمپیک لوبو لپاره چمتو کوي، لویه اندېښنه د فرانسې له سرحدونو په قاچاقي ډول د خلکو راتګ دی. ایا اقتصادي کډوال راځي که د داعش غړي راځي؟ دوی څرګند نه‌دي. ځکه ځینې کسان له ویزې پرته اروپا او فرانسې ته راځي چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده."

په سویس کې د سیاسي مسایلو شنونکي ډاکټر طارق فرهادي
په سویس کې د سیاسي مسایلو شنونکي ډاکټر طارق فرهادي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین د امریکا د متحدو ایالاتونو د لویې څارنوالۍ له مرستیالې لیزا موناکو او د امریکا د کورني امنیت له وزیر الخاندرو مایورکاس سره کتلي او په ویرجنیا ایالت کې یې د امریکا د فډرال پولیسو روزنیز مرکز هم کتلی دی.

دارمنین دا سفر داسې وخت کوي، چې فرانسه د ۲۰۲۴م کال د جولای میاشتې د المپیک مسابقو، د راګبي نړیوال جام سیالیو او د روان کال په پای کې مارسي ښار ته د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د مشر پاپ فرانسیس سفر ته په چمتووالي بوخته ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG