د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

اروپایي ټولنه: طالبان دې نړیوال قوانین رعایت او د بشري حقونو درناوی وکړي


ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور

د اروپایي ټولنې یوې چارواکې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې نړیوال قوانین رعایت او د بشري حقونو درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغو بحثونو په درشل کې د اروپایي ټولنې یوې جګپوړې چارواکې وویل چې طالبان باید نړیوال قوانین رعایت او د بشري حقونو درناوی وکړي.

دغې چارواکې چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، دغه څرګندونې پرون په نیویارک کې د بشري حقونو یوې کمېټې ته وکړې.

هغې وویل: "موږ په ژوره توګه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په منظم ډول سرغړونو ته اندېښنه لرو، د ښځو، نجونو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، همجنسپالانو او هغو کسانو چې په اقلیت پورې تړلې دي. له طالبانو غواړو چې نړیوال قوانین مراعات کړي او د هغو کنوانسیونونو درناوی وکړي چې افغانستان یې غړی دی."

د اروپایي ټولنې دغې استازې همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بینیټ د ماموریت د غځېدو هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریجارډ بینیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریجارډ بینیټ

په نیویارک کې دا غونډه د افغانستان په شمول څو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت څرخېده، خو افغانستان به په ځانګړې توګه نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بحثونو په محور کې وي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مرستیاله هیدربار یې یوه ګډونواله ده.

هغې تېره شپه ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې وویل چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا به وغواړي چې د طالبانو پر چارواکو زیات فشارونه راوړي.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د چارو مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د چارو مرستیاله هیدربار

بار وویل: "هر کال امنیت شورا د ښځو لپاره د سولې او امنیت په اړه ازاد بحثونه ترسره کوي. سږکال دا بحثونه پر افغانستان متمرکز دي. دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې ملګرو ملتونو او غړیو هېوادونو ته یې ووایو چې څومره زیات کارونه باید ترسره شي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه سرغړونو ته رسیدګي وشي."

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغو بحثونو کې به د ۹۲ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ۴۸۱ استازي ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو انځور

پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا سخت لګول شوي بندیزونه یو له عمده لاملونو ګڼل کېږي چې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغه راز د دغو بندیزونو له امله د طالبانو پر چارواکو بندیزونه لا زیات شوي چې وروستۍ یوه بېلګه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا پر یو شمېر طالب مشرانو د سفر کولو د بندیز اعلان و.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د نړۍ د ۹۲ هېوادونو او بشري سازمانونو استازیو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه ګډ استول شوي لیک کې له دې شورا غوښتنه کړې وه چې په نړۍ کې په ځانګړې توګه افغانستان کې دې د ښځو او نجونو وضعیت ته جدي پام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG