د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

افغانستان کې هدفي وژنې؛ د ښځو د حقونو مدافع فرشته کوهستانۍ ووژل شوه


د ښځو د حقونو مدافع فعاله فرشته کوهستانۍ
د ښځو د حقونو مدافع فعاله فرشته کوهستانۍ

په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړۍ کې پرون پنجشنبه(د مرغومي ۴مه) ماښام د ښځو د حقونو مدافع فعاله فرشته کوهستاني په کاپیسا کې په یوه برید کې ووژل شوه.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزئیات څرګند کړل: "د ښځو د حقونو مدافع مدني فعاله فرشته کوهستاني د کوهستان په حصه اول ولسوالۍ کې د تروریستانو له خوا شهیده شوه. دا پېښه د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده."

ښاغلي شورش زیاته کړه چې په دې وسله وال برید کې د مېرمن کوهستاني ورور هم وژل شوی او وراره یې ټپي شوی دی. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مدني او سیاسي فعالان په هېواد کې د هدفي وژنو پر دې لړۍ اندېښنه ښيي او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې دایمي اوربند ته لاره اواره کړي.

مدني او سیاسي فعاله مقدسه احمدزۍ په دې اړه وايي: "د افغان فعالانو په نښه کولو اندېښمن کړي یو چې دغه لړۍ دوام ونه کړي او هغه ساحه چې موږ تر اوسه د ځان لپاره جوړه کړې تنګه نه شي. پر حکومت غږ کوو چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او له طالبانو غواړو چې دایمي اوربند وکړي څو یوه باوري فضا رامنځ ته شي."

په کاپیسا کې پر فرشتې کوهستاني له برید یوه ورځ مخکې وسله والو کسانو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په کابل کې په ډزو وواژه او له هغه مخکې په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر او ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید هم په کابل کې په ډزو ووژل شو
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید هم په کابل کې په ډزو ووژل شو

له دې مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش او په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند په جلا جلا بریدونو کې ووژل شول.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

ښاغلي اندرابي پرون پنجشنبې په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې: "موږ په امنیتي سکتور کې په تېره په کابل کې کلک تدابیر نیولي دي. له ملي امنیت سره مو یو ګډ جامع پلان برابر کړی. موږ د ګډو اوپراتیفي اقداماتو له لارې د ټولنې له ټولو پوړیو سره د دې ظلم مخه نیولای شو. موږ ټولو ته ډاډ ورکوو چې هغوی نه شي کولای د دې وژونو په وسیله د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره زموږ اراده کمزورې کړي."

بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې هدفي وژنې د سولې پر وړاندې یو ګواښ بللی او د دې حملو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې.

ښاغلي خلیلزاد پر فرشتې کوهستاني او یوسف رشید وروستۍ حملې غندلې دي.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د خبریالانو، د بشري حقونو او مدني ټولنې د فعالانو او مخکښو شخصیتونو پر هدفي وژنو اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل، د ملکي وګړو هدفي وژنې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي چې د اندېښنې وړ دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د افغانستان دښمنانو د ډیموکراسۍ، د بیان د آزادۍ، د قانون د حاکمیت، انتخاباتو او بشري حقونو زړه په نښه کړی دی.

په عین حال کې عام افغانان پر حکومت تور لګوي چې د خپلو وګړو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG