د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

واشنګټن پوسټ: انسان وژونکو کابل کې د افغان ډیموکراسۍ یو بل غږ خاموشه کړ


د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
  • واشنګټن پوسټ

انسان وژونکو په کابل کې د افغان ډیموکراسۍ یو بل غږ خاموشه کړ. دا د هغې مقالې نوم دی چې واشنګټن پوسټ خپره کړې ده .

د لیکوال اشاره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوې مشر یوسف رشید ته ده چې د ډسمبر پر ۲۳ مه په کابل کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.

واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې د افغان چارواکو په حواله ښاغلی رشید د افغانستان د ډیموکراسۍ لپاره یو مهم غږ بللی چې د دوی په خبره په نرمه ژبه یې خلک هڅولي چې د خپل هېواد راتلونکې په خپله وټاکي.

د پنځو ماشومانو دغه پلار د چهارشنبه په سهار د ژورو ټپونو له کبله د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه لوړ پوړي افغان چارواکي په حواله دا د طالبانو کار بللی دی . طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړی.

که څه هم د اسلامي دولت ډلي تر دې وړاندې په افغانستان کې د ځینو بریدونو مسولیت اخیستی، خو د لیکوال تحلیل دا دی چې طالبان د هغو بریدونو له مسولیته اوږه خالي کوي چې ملکیان په کې وژل کېږي.

په افغانستان کې هدفي وژنو په دې وروستیو کې داسې مهال زور اخیستی چې د افغان دولت او طالب مشرانو د سولې خبرې هم ظاهراً له ستونزو خالي نه ښکاري او دې کار خلک د سولې هیلو ته دوه زړي کړي دي.

  • نېشنل ورځپاڼه

نېشنل ورځپاڼې هم د افغانستان د سولې مذاکراتو لپاره روانو هڅو ته په کتو یوه مقاله لیکلې چې نوم یې دی :"که افغان حکومت او طالبان په خپل منځي خبرو کې ان پر خبرو یا مذاکراتو موافقه نه شي کولی .... "

د دې مطلب په سر کې تر خېمو لاندې د یو شمېر بې ځایه شوېو افغانانو د ویرجن ژوند انځور ښودل شوی دی.

لیکوال، د شب یلدا مراسمو یادونه کړې چې د افغانستان په ګډون یې نور فارسي ویونکي هېوادونه نمانځي، خو لیکوال دا شپه چې د کال تر ټولو اوږده او تیاره شپه ده د افغانستان له روان امنیتي بحران سره تشبیه کړې او پوښتنه کوي چې ایا د افغانستان ورځې به واقعاً رڼا شي؟

د نېشنل ورځپاڼې د دې مقالې لیکوال بېرته ځواب ویلی چې ښایې دا رڼا په اوږده موده کې راشي، خو وایي، دا کار تر ډېره د دې هېواد په مشرانو پورې اړه لري که هغه د حکومت په مشرۍ کې دي او که د مخالفې ډلې یې یانې د طالبانو قوماندانان.

لیکوال زیاتوي دا دواړه لوري تر شااوخوا لسو ورځو دمخه پورې د بین الافغاني خبرو په نامه په دوحې کې سره کېناستل او هڅه یې وکړه چې د لسیزو بحران په خپلو کې حل کړي، خو د لیکوال په خبر مرکچیان لا هم پر یو شمېر موضوعاتو لکه د خبرو د دوام ځای، یا د اجنډا د موضوعاتو پر چوکاټ بندي او نورو اساسي موضوعاتو موافقې ته نه دي رسیدلي.

نېشنل ورځپاڼه یادو موضوعاتو ته په کتو د دې خبرو لاسته راوړنې داسې پرمختګ نه ګڼي چې تاریخي ارزښت ولري ، خو وایي که دواړه لوري د جنورۍ پر پنځمه چې د مذاکراتو د وقفې د ختم نېټه ده، بېرته خبرو ته راشي او اصلي خبري پیل کړي ، نو ریښتونی پرمختګ بلل کیدای شي .

لیکوال زیاتوي په دې مذاکراتو کې خبرې اصلاً د افغانانو ترمنځ نه، بلکې د دوو لورو ترمنځ دي چې دواړه د ذهنونو د پرانېستلو لپاره هڅه کوي او دا چې واقعاً باید په افغانستان کې څه ډول عملي کار وشي ، شاته کیږي ، نو ځکه د لیکوال تحلیل دا دی چې تر څو دا ډول بدلون راځي ، اوږده شپه به دوام لري.

XS
SM
MD
LG