د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ولسمشر غني ته د ازادي راډیو د مشرتابه لیک: زموږ د خبریالانو خوندیتوب تأمین کړئ


چک جمهوریت کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر
چک جمهوریت کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر

د ازادي راډیو مشرتابه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتي چې ټول هغه څه چې په واک کې یې دي وکاروي څو د دې راډیو او نورو مسلکي خبریالانو خوندیتوب تأمین شي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرستې مشرې ډیزي سیندلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې له‌پاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته رښتیا ونه‌شي رسولی.

اغلې سیندلر د دغې وژنې په تړاو د ځینو نیونو یادونه هم کړې، خو وایي په دې اړه دوی هېڅ کوټلي معلومات شریک شوي نه‌دي.

الیاس داعي
الیاس داعي

په لیک کې دغه‌راز په افغانستان کې د ازادۍ راډیو د دفتر مشرتابه او کارکوونکو ته د روانو ګواښونو یادونه هم شوې چې اټکل دی په راروانو اوونیو او میاشتو کې لا ډېر شي.

ډیزي سیندلر ټینګار كړی چې د ۲۰۱۸ کال په غبرګو انتحاري حملو کې د درېیو همکارانو له بایللو سره سره هم ازادۍ د افغانستان خلکو ته د رښتیاوو د رسولو برخه کې خپله دنده پرېنښوده او اوس به هم د خپلو ژورنالېستانو د خوندیتابه له‌پاره خپل ټول وس کوي، خو وایي په یوازې سر بریالۍ کېدلی نه‌شي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشرې ولسمشر غني هڅولی چې خپل امنیتي ځواکونه او پولیس د ازادۍ راډیو د خبریالانو د وروستیو وژنو پلټنې، محاکمې ته د وژونکو دَرَونې او د نورو دغه ډول پېښو مخ نیونې ته وګوماري.

ډیزي سیندلر د خپل لیک په پای کې اندېښنه ښودلې چې که داسې ونه‌شول، ازادۍ راډیو ته به ناشوني شي چې د تېرو ۲۰ کلو غوندې په سرلوړۍ، مېړانه او اغېزمنتیا د افغان ولس خدمت وکړي.

XS
SM
MD
LG