د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کابل کې تېره میاشت خونړۍ وه؛ بریدونو او راکټي حملو ۳۲ تنه ووژل


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

تېره نومبر میاشت کې له لسو نه د زیاتو خونړی پېښو شاهد وو.یوازې په کابل پوهنتون په برید او په یوه ورځ په کابل ښار د راکټي بریدونو له امله ۳۲ کسان ووژل شول او ۹۰ تنه ټبیان شول.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شویو بېلابېلو حملو د شمېر او تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو په دغه وزارت کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې په تېرې یوه میاشت کې په کابل کې ۱۵ بېلابېل ډوله بریدونه او چاودنې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د دغو برېدونو په تړاو یو شمېر شبکې نیول شوي او د نورو په لټه کې هم عملیات روان دي: "په کابل کې د موټر بمونو مخنیوی شوی، د مقناطسي ماینونو په تړاو مو هم یو شمېر کسان نيولي، هغه شبکې چې په دې برخه کې ښکېلې وې، هغوی هم دوه ورځې وړاندې ونېول شوې، خو بیا هم زموږ کار روان دی."

په تېر زېږدیز میاشت کې یوازې پر کابل پوهنتون په برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او تر څلوېښتو پورې ټپیان شوه.

دغه شان افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د راتګ په سبا په کابل ښار د ۲۴ توغندیزو بریدونو له امله ۱۰ کسان ووژل شول او پنځوس نور ټپیان شول چې د شقایق او مشعل په نوم د یوې خور او ورور د ځوانیمرګۍ کیسه ډېره رسنیزه شوه.

د کابل د څلورمو مکروریانو په سېمه کې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو د پخواني چلوونکي یما سیاوش په موټر بیا د مقناطیسي په ماین په چاودنه کې د نوموړي په ګډون درې کسان ووژل شول.

دا تر پېښې تر نورو ډېرې رسنیزې شوې پېښې وې، خو په تېره یوه میاشت کې په کابل کې د مقناطیسي ماینونو د یو شمېر نورو چاودنو په اړه هم خبر ورکړل شوی چې مرګ ژوبله یې درلودله.

نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۱مه) سهار هم د کابل ښار د علاوالدین پارک سره یوه ماین چاودنه وشوه، خو تلفات یې نه لرل.

د افغان لومړي مرستیال امرالله صالح د سې شنبې ورځ د شپږ نیمو بجو په غونډه کې ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د دوی په وسیله د مقناطیسي ماینونو د چاودنو یو شمېر تبلیغاتي ویډیوګانې خپرې کړي چې د ده په خبره، که یې غوښتنې ونه منل شي نو دغه ډله به خپلو دې کړنو او د خلکو وژنې ته به دوام ورکړي.

د ښاغلي صالح د ورځنیو یاداښتونو له مخې په تېر زېږدیز میاشت کې د مقناطیسي ماینونو د نهو پېښو خبر ورکړل شوی، خو طالبانو تر اوسه د ولسمشر د لومړي د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست دغه تروریستي برېدونه د شپږ نیمو بجو د امنیتي غونډو د ټېم د هڅو مخنیوی یادوي.

رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل: "د تروریستي برېدونو هدف نه یوازې د خلکو د ذهنونو ګډوډول او د نظام خلاف د هغوی د ذهنیت جوړول دي، له نېکه مرغه د امنیتي تړون د پلي کولو لپاره د کابل ښاریانو ملاتړ بې ساری دی، تراوسه پر کابل پوهنتون د برید شبکې مهم غړي نېول شوي، دغه راز پر دانش کوثر روزنیز مرکز د برید پلانوونکي هم نېول شوي او دا هڅې روانې دي."

د یادونې وړ ده چې طالبانو د کابل پوهنتون او په کابل ښار په توغندیزو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي وو او پر کابل پوهنتون د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر ځان منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG