د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د زغم نړیواله ورځ؛ "په افغانانو کې د خونړیو پېښو لامل د زغم نشتون دی"


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او وژنو د زیاتېدو لامل د افغانستان د اوسېدونکو تر منځ یو د بل پر وړاندې د زغم فرهنګ نه شتون ګڼي

دغه کمېسیون وايي، د دوی موندنې ښيي چې، د ډېریو پېښو لامل همدا ټکی دی.

افغانستان د بېلابېلو اقلیتونو، قومونو او مذهبونو د پالونکو کور دی چې له اوږدو کلونو راهیسې یو د بل تر څنګ اوسېدلي، خو ویل کېږي چې په ورستیو څو کلونو کې له ځان تېرېدنې، یو د بل نه منلو او زغم فرهنګ نه شتون د دوی ترمنځ د تاوتریخوالي، وینې تویونې او وژنو لامل شوی دی

شمي سېنګ د افغانستان له سېکو اقلیتونو دی.

ده کلونه د کابل په منډوي کې دکانداري کړې ده، له هغو اقلیتونو یا لږکیو چې په خبره یې په ورستیو څو کلونو کې د نورو محرومیتونو او بشري حقونو د نقض تر څنګ د تاوتریخوالي قرباني هم و.

هغه زیاته کړه: "په تېرو کلونو کې مونږ د خویندو وروڼو په شان ژوند کولو، په مینه او صمیمیت، اوس هم شکر وروڼه یو، خو یو د بل منل نه شته، له ځان تېرېدنه نشته، مونږ دېر د دې مسةلې قرباني شوي یو، که په هيواد کې د قومي او مذهبي جکړو مسئله نه وای، مونږ به هم د نورو هېوادونو په شان پرمختګ کړی وای او ارامه ژوند به مو درلودای."

دی وايي، تېر دېرش کاله یې یاد دي، چې د افغانستان اوسېدونکو به د ژبنیو او مذهبي توپیرونو پرته د وروڼو په شان ژوند کاوه، نه تاوتریخوالی و نه هم مرګ ژوبله.

شمي، د خپل هېواد د هوساینې، پرمختګ او ابادۍ لپاره له خپلو هیوادوالو غواړي چې یو بل وزغمي.

نوموړي زیاتوي: "همدا چې اولادونه مو ښوونځي ته نه شي تللی، خپل یو مذهبي جشن په سم ډول نه شو نمانځلی، د دې ټولو لامل دا دی چې یو بل نه شو زغملی او تاسې ولیدل چې مونږ په وروستیو څو کلونو کې ډېره قرباني ورکړه."

د نومبر شپاړسمه نېټه د زغم له نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې، شل کاله مخکې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو ۱۱۸ غړو هېوادنو پرېکړه وکړه چې، هر کال د وارځ د نورو باورونو ته د درناوي په پار ونمانځي.

د یو بل منلو او زغم په اړه د بشر د حقونو په نړیوال منشور کې هم راغلي دي، چې دا شان حق تر ډېره د یو کس فردي ازادي تضمینوي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی، چې په دغه هېواد کې څلور لسیزې جګړو او تاوتریخوالي یو د بل منلو او زغم فرهنګ دېر کمزوری کړی دی.

د دغه کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د اوږدې جګړې یو لامل همدا دی. چې په دغه هېواد کې یې تاوتریخوالی په یو عادي امر بدل کړی دی.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

هغې وویل: "په داشان شرایطو کې اړینه ده چې، له ځان تېرېدنې او زغم فرهنګ د تاوتریخوالي یو بل نه منلو او نه زغم ځای ونیسي."

اغلې اکبر له کورنیو، ښوونیزو او کلتوري بنسټونو او د یني عالمانو غواړي چې د دې فرهنګ په عامولو کې هڅې وکړي.

خو په خبره یې لومړی باید جګړه او تاوتریخوال ختم شي.

نوموړې په افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونو د حقونو د نقض یو لامل همدا یو د بل نه منل یا نه زغمل ګڼي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اروا پوهنې او ټولن پوهنې استاد شرف الدین عظیمي هم په دې نظر دی، چې د تاوتریخوالی او وژنو رېښه دې موضوع ته رارسي.

هغه زیاته کړه: "اروپوهانو له نظره له ځانه تېرېدنه اویو د بل زغمل، د پرمختګ او پاخه توب یو حالت دی، او کوم کس چې دا ځانکړنې ونه لري، د بلوغ دې مرحلې ته نه دی رسېدلی، زما په اند د تاوتریخوالی او وژنو رېښې د دې فرهنګ نه شتون ته رارسي."

ښاغلي عظیمي وايي، په ژوند کې د ځینو مهارتونو نشتوالی او د مسلو د نه مدیریت وړتیا لکه غصه، اندېښنه، منفي هیجان او انتقاد هم نه زغم ته زمینه برابروي.

له دې ټولو سره، چې بیا په دې اړه بیا د خلکو تر منځ کومه وینا عام ده هغه دا ده چې: "که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم نه به ته یې نه به زه یم. خو که ته وایې چې ته یې او زه وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم!"

XS
SM
MD
LG