د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ ګاندي څه ډول خپله مبارزه بریالۍ کړه؟


مهاتما ګاندي
مهاتما ګاندي

د اکټوبر دوهمه د عدم تشدد نړیواله ورځ، دا ورځ په ۱۸۶۹ کال کې د هند د خپلواکۍ خوځښت رهبر مهاتما ګاندي د زېږېدو د نېټې په مناسبت نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې په ۲۰۰۷ کال د جون په ۱۵مه د اکټوبر دوهمه د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

ګاندي پرته له تاوتریخوالي په اوږدې مبارزې وکولای شول چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند خپلواکۍ خوځښت د بریتانیا په وړاندې بریالیتوب ته ورسوي.

مهاتما ګاندي: "لومړی دې هغوی له پامه غورځوي، بیا درباندې خاندي، وروسته درسره جګړه کوي، بیا ته بریالی کېږئ."
مهاتما ګاندي: "لومړی دې هغوی له پامه غورځوي، بیا درباندې خاندي، وروسته درسره جګړه کوي، بیا ته بریالی کېږئ."

په دې نوم د دې ورځې د نومولو هدف د سولې فرهنګ دودول او له تاوتریخوالي څخه پرهېز او تفاهم دی.

ټینګار پر دې دی چې د دې ورځې نمانځل د زده‌کړو او عامه پوهاوي له لارو، د تاوتریخوالي سره د مبارزې فرهنګ پیاوړی کړی.

پرته له تاوتریخوالي د مبارزې تګلاره کې اعتراض او اقناع، ډله‌ییزه سرغړونه، مدني سرغړونه او مسالمت‌امیزه مبارزې شاملې دي.

د مهاتما ګاندي د مبارزې کړنلاره د ډېریو خوځښتونو ته د الهام یا د زده‌کړو سرچینه وه، په يو ډول د ګاندي د طرز پر بنسټ د خلکو راټولېدنه بریالۍ وه.

امریکا کې مارتین لوترکېنګ، د ویتنام انقلابي مشر هوشي مین او میانمار کې انګ سان سوچي په خپلو مبارزو کې له مهاتما ګاندي الهام اخیستی وو.

خو دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې اوس‌مهال په بېلابېلو هېوادونو کې تودې جګړې روانې دي. افغانستان هم یو له دغو هېوادونو دی.

افغانان نږدې هره ورځ د وسله‌والو نښتو او بمي چاودنو له امله وژل کېږي.

په برید کې ټپیان شوي کسان
په برید کې ټپیان شوي کسان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي: "پرته له تاوتریخوالي سیاست، هغه څه چې بنسټ ایښودونکي یې ګاندي، عبدالغفار خان او نېلسون ماندېلا دي، سپېڅلي مبارزین دي، هغوی هر ډول بدلون او تحول پرته له تاوتریخوالي غوښت او دا ډېر لوړ فلسفي مفهوم لري چې انسان باید روحاً د تاوتریخوالي په وړاندې ونه‌درېږي ترڅو د بشریت روحي او جسمي سلامتوالی ضربه ونه‌ویني."د اکټوبر دوهمه له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده،

  • خو ایا افغانستان کې د تاوتریخوالي نه‌کولو مسئله د امکان وړ ده که نه؟

سیاسي کارپوه باري عارض وايي: "افغانستان کې د سولې ټینګول یوه اړتیا ده او د هر بل وخت په پرتله شرایط هم ورته برابر دي. دا چې د ۴۰ کلونو را په دې خوا هېواد کې جګړه روانه ده د افغانستان ټول خلک د تاوتریخوالي ختمېدو تږي دي او افغانستان کې ټول لوري باید د سولې ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي محوه کولو څخه کار واخلي."

ارشیف
ارشیف

ښاغلی عارض وايي، افغانستان کې د تاوتریخوالي عوامل ډېر دي او د دې هېواد مشران باید د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره دا عوامل له‌منځه یوړل شي.

  • خو افغانستان کې د تاوتریخوالي اصلي دلیلونه څه دي؟

کابل کې د سیاسي علومو استاده شهلا فرید وايي: "د افغانستان ټولنه اوس‌مهال له ټولنیز اړخه بحران کې ده، کله چې یوه ټولنه کې ماشوم وزېږي او بیا تر ۴۰ کلونو له جګړې پرته بل څه ونه‌ویني، ورو ورو یې ټولنیز مناسبات ضعیفه کېږي او ټولنیزه سوله له‌منځه ځي."

اغلې فرید وايي افغانستان کې تاوتریخوالي بهرني او کورني ابعاد لري، د هغې له انده په افغاني ټولنه کې د تاوتریخوالي شتون په ټولنیز بهیر اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG