د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

خلیل‌زاد: بهرنۍ او کورنۍ کړۍ هڅه کوي د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ورانکارې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ هڅه کوي چې د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي.

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو د دوشنبې د ورځې له برید وروسته چې په پایله کې یې ۵ تنه ووژل شول، ښاغلي خلیل‌زاد دا موضوع د سولې روان بهیر سره تړلې ګڼلې.

زلمی خلیل‌زاد د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو پروني برید ته په اشارې وايي، وژل شوي څارنوالان د بندیانو د ازادۍ په برخه کې د چارو په اسانتیا بوخت ول.

زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۳» په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "امریکا د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو برید چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې په کلکه غندي او دا برید د سولې د دښمنانو له لوري شوی دی."

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړې، "دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو، ورانکارې 'کورنۍ او بهرنۍ' کړۍ هڅه کوي چې د سولې بهیر زیانمن او وځنډوي."

زلمی خلیل‌زاد داسې مهال د افغان څارنوالانو په نښه کول د سولې له بهیر سره تړلې موضوع ګڼي چې له دې وړاندې ازادي راډیو داسې سندونه ترلاسه کړي وو چې ښيي، د طالبانو له‌خوا د افغانستان حکومت د زندانیانو په ورسپارل شوي نوملړ کې داسې کسان شته چې د دې ډلې غړي نه‌دي او جنايي مجرمین دي.

ازادي راډیو ته د رسېدلو سندونو له مخې، د طالبانو په نوملړ کې نږدې ۱۰۰ تنه داسې کسان شامل وو چې د دې ډلې غړي نه‌وو او د قتل، قاچاق او جنسي تېري په جرمونو زنداني شوي دي.

طالبانو هم هغه منلې وه چې یاد کسان‌یې حکومت ته په ورسپارل شوي نوملړ کې شته چې له زندانونو ازاد شي.

هغه مهال د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو کارکوونکو هم اندېښنه ښودلې وه چې د یو شمېر طالب زندانیانو خوشې کېدل به‌یې ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

د افغانستان لویه څارنوالي هم د خپلو کارکوونکو مرموزې وژنو اندېښمنه کړې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان څارنوالان بې‌طرفه خلک دي او د طالب زندانیانو د ازادۍ په برخه کې یې ډېرې هلې ځلې کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

هغه زیاته کړه: "څارنوالۍ د ولسمشر د فرمان او د سولې د هوکړې د عملي کولو او د طالب زندانیانو د ازادۍ لپاره اقدام کړی دی. زموږ همکارانو شپه او ورځ هڅه کړې چې فرمان او د سولې هوکړه عملي شي. څارنوالان بې‌طرفه او د قانون پلي کوونکي دي. هر هغه څه چې د افغانستان قانون ورته امر وکړي، د عملي کولو لپاره بې له کومو سیاسي موضوعاتو په نظر کې نیولو عمل کوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدا ډول پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په شا نه‌شي او د بین‌الافغاني مذاکراتو پر لور اړین ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې پر وړاندې د کورني او بهرني خنډونو په لیرې کولو ټینګار کوي او له طالبانو غواړي چې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

د دې وزارت ویانده ناجیه انوري: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په ملي او بین‌المللي اجماع باندې ډېر کار کړی دی او ډېره هڅه‌یې دا ده چې ټول خنډونه د سولې د پروسې پر وړاندې لیرې کړي. د افغانستان حکومت خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی او ډېره هڅه‌یې پر همدې موضوع متمرکزه ده چې مستقیم مذاکرات په یوه با اعتماده فضا کې پیل شي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

په افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ داسې مهال شدت اخلي چې پرون د ملي امنیت شورا وویل، په تېرو ۱۹ کلونو کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه.

طالبانو پرون وویل چې پر افغان څارنوالانو په برید کې لاس نه‌لري او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د دې برید په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG