د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مسیر: تېره اوونۍ له تاوتریخوالي ډکه وه، طالبانو په‌کې ۴۲۲ بریدونه کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت شورا له قوله لیکلي، تېره اوونۍ له تاوتریخوالي ډکه وه چې طالبانو په‌کې ۴۲۲ بریدونه کړي دي.

ورځپاڼه ليکي چې دلته څو ټکي د یادونې وړ دي.

لومړی دا چې تاوتریخوالی او د جګړې دوام د جدي اندېښنې وړ دی او دوهمه خبره دا ده چې د حکومت له‌خوا خپرېدونکې شمېرې هم ستونزې لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا سمه ده چې طالبانو اوږده جګړه کړې ده، خو اوس‌یې سولې ته له تمایل هم سترګې نه‌شي پټېدلی.

په سرمقاله کې راغلي، دواړو اړخونو ته د سولې ضد کړۍ او د هغوی نور کورني او بهرني ملاتړي او هم‌فکران هڅه کوي چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې فضا خرابه کړي او جګړه‌ییز حالت واکمن کړي.

د مسیر په وینا، له همدې امله له دواړو اړخونو باید واقعي هڅه دا وي چې دا کړۍ پيدا کړي، مخه‌یې ونیسي او د سوله‌ییزې فضا لپاره له خپله اړخه مثبت ګامونه واخلي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، طالبان باید په شدت سره تاوتریخوالی راکم کړي، جګړه ودروي او پرېږدي چې د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه لا زیات شي او حکومت هم باید عملي او لفظي دواړه تاوتریخوالي راکم کړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼه لیکي، افغانستان اوس‌مهال د ځانګړو ځواکونو له‌منځه د چاڼ شویو او انتخاب شویو ځواکونو د 'مرګ' په نوم قطعه لري.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا قطعه داسې مهال جوړېږي چې طالبانو او ترهګریزو ډلو خپلو بریدونو او حملو کې تر ډېره ولسي وګړي په نښه کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د 'مرګ قطعه' په افغانستان کې په خپله ځانګړنه کې تر اوسه بې‌جوړې او نوې ده او د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا قعطه په داسې حال کې د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ضد او دغه‌راز د یرغلګرو او ترهګرو د ځپلو لپاره روزل کېږی چې د سولې د خبرو له ګرمېدو سره په هېواد کې د طالب ډلې بریدونو هم زور اخیستی چې د افغان ځواکونو په دفاعي او ځوابي بریدونو کې له سختو ځاني زیانونو سره مخ شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، موږ د دې قطعې روزل د افغانستان د پوځي او دفاعي سکټور په ډګر کې د افغان حکومت ستره بریا بولو، په دې برخه کې د ناټو او امریکا له مرستې او همکارۍ هم د زړه له تله مننه کوو، دا قطعه به د افغانستان د خیر، سولې او ولس او هېواد د ژغورنې لپاره غوره تمامه شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا مخ په کمزورې کېدو او کمېدو ده، خو د افغانستان ۷۰ سلنه ولس کرونا نيولی دی.

وړاندې په ارګ کې د ځنیو سرچينو له قوله لیکل شوي چې له بېلابېلو ولايتونو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې ۷۰ فيصده افغانان په کرونا اخته دي، خو د عامې روغتيا وزارت کمې شمېرې اعلانوي.

ورځپاڼې د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح له قوله لیکلي چې د کرونا له امله د مړو شمېر هم د هغو شمېرو ۱۰ چنده زيات دی چې د عامې روغتيا وزارت‌يې هره ورځ خپروي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که څه هم دغه شمېرې د عامې روغتیا وزارت منلي، خو ویلي ښايي دا وبا په دوو مياشتو کې ختمه شي.

XS
SM
MD
LG