د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ارګ: لا هم د سولې په برخه کې د پاکستان صادقانه همکارۍ ته په تمه یو


ارګ
ارګ

د افغانستان حکومت لا هم د سولې په برخه کې د پاکستان صادقانه همکارۍ ته په تمه دی.

که څه هم پاکستان تل د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې، خو داسې ښکاري چې دا ژمنه يوازې ژمنه پاتې شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه مهمه ده، خو دا هېواد باید په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه باید درک کړي چې په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات په معنا ده.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

هغې وویل: "د پاکستان، نورو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو رول د افغانستان د سولې په پروسه کې ډېر اغېرمن دی، همدا ډول په افغانستان کې سوله د سیمې په هېوادونو کې د ثبات او پرمختګ په معنا ده، د افغانستان اسلامي جمهوریت دې موضوعاتو په کتو تمه لري چې دا هېوادونه د افغانستان د سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي او د سیمې د ثبات او پرمختګ لامل وګرځي."

د افغانستان حکومت داسې مهال له پاکستان نه د سولې په برخه کې صادقانه همکاري غواړي چې تازه د دې هېواد ځانګړې استازي محمد صادق په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي.

محمد صادق
محمد صادق

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د راتلونکو بین‌الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې شوي."

ښاغلي شاهین زیاته کړې: "په خبرو کې افغانستان ته د سولې او امن راتلل او د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه وبلل شول."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، په سیمه کې وضعیت بدل شوی او په افغانستان کې د سولې لپاره پر پاکستان نړیوال فشارونه هم مخ پر زیاتېدو دي.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان د صداقت په برخه کې د نړیوالې ټولنې نظارت ډېر مهم دی.

هغه وویل: "نظر بل هر وخت ته د افغانستان د سولې لپاره شرایط مساعد دي، هم نړیواله اجماع شته، هم سیمه‌ییزه او په کور دننه سیاسيون تر یوه حده جوړ شوي، که پاکستان رښتیا هم همکاري کوي، باید په عمل کې یې وښيي، که نړیواله ټولنه نظارت او ضمانت ولري، دا ستونزه حلېدای شي، خو بیا هم د پاکستان صداقت مهم دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په خپله یوه مرکه کې ویلي، د سیمې د بل هر هېواد په پرتله د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان ونډه ډېره مهمه ده.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله ویلي، د پاکستان همکاري هغه مهال نتيجه ورکولای شي چې د افغانستان سولې ته ژمنتیا ولري.

XS
SM
MD
LG