د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

خلیل‌زاد افغان چارواکو ته دوحې او اسلام‌اباد ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل


افغان ولسمشر او نور چارواکي له زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال.
افغان ولسمشر او نور چارواکي له زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي چې د افغان سولې لپاره ډېر ښه فرصت برابر شوی دی او واشنګټن هڅې کوي چې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.

خلیل‌زاد دا خبرې پرون په ارګ کې وکړې او افغان چارواکو ته‌یې د خپلو وروستیو سفرونو په اړه چې دوحې او اسلام‌اباد ته‌یې وکړل معلومات ورکړل.

د ارګ په غونډه کې د احتمالي بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې پر یو لړ اقداماتو بحث وشو.

له افغان ولسمشر، د سولې مصالح شورا رئیس او حامد کرزي سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه
له افغان ولسمشر، د سولې مصالح شورا رئیس او حامد کرزي سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د احتمالي بین‌الافغاني خبرو د پيلېدو په اړه خبرې وکړې او پر دې یې بحث وکړ چې د دې خبرو تر شروع کېدو مخکې باید څه وشي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د ولسشمر او زلمي خلیل‌زاد د لیدنې کتنې په اړه نور جزئیات له ازادي راډيو سره شریک کړل.

هغه وویل: "په دې لیدنه کې د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې د عملي اقداماتو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د سولې پروسې لپاره د نړيوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د ژمنو په اړه خبرې اترې وشوې."

له زلمي خلیل‌زاد سره تېره ورځ ناوخته په ارګ کې دوه غونډې وشوې. په یوه غونډه کې ولسمشر اشرف غني او یو شمېر دولتي چارواکو برخه واخیسته او په بله غونډه کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ګډون وکړ.

له ارګ څخه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې زلمي خلیل‌زاد د قطر او پاکستان د وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او ویې‌ویل چې د واشنګټن هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.

خلیل‌زاد زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه، نړیواله ټولنه او بین‌المللي سازمانونه چمتو دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

زلمي خلیل‌زاد روانه اوونۍ له اسلام‌اباده قطر ته ولاړ او د دوشنبې په ورځ‌یې په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره وکتل. د سې شنبې په ورځ هم هلته و بیا له هغه ځایه کابل ته راغی.

له ولسمشر غني سره د قمر جاوېد باجوه لیدنه
له ولسمشر غني سره د قمر جاوېد باجوه لیدنه

د خلیل‌زاد د کابل تر سفر یوه ورځ مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوېد قمر باجوه، د دغه هېواد د استخبارتو د مرکزي ادارې مشر جنرال فیض حمید په ګډون له یوه پلاوي سره کابل ته ولاړ.

د پاکستان د دغه جګپوړي نظامي پلاوي له سفر سره سم افغان حکومت تمه ښکاره کړه چې د سولې بین‌الافغاني خبرې به ډېر ژر پيل شي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په حواله راپور ورکړی چې تېره اوونۍ یې ویلي وو، بین‌الافغاني مذاکرې په ډېر احتمال د جون میاشتې په نیمايي کې پیلېږي.

بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې تاس اژانس ته پرون وویل چې د جون په ۱۵مه یعنې راتلونکې دوشنبې به د روسیې، د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان استازي د وېډیو کنفرانس له لارې د بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف

د کابلوف په وینا په دې درې اړخیزه غونډه کې به دی د روسیې، زلمی خلیل‌زاد د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له زلمي خلیل‌زاد سره په ارګ کې د غونډې پر مهال وویل چې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره به حکومت له بین‌المللي ټولنې سره یوځای هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG