د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

عبدالله له باجوه د افغانستان په سوله کې د رغوونکي رول غوښتنه وکړه


د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله (ښی) او د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه (کین)
د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله (ښی) او د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه (کین)

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د پاکستان له لوی درستیز سره‌یې پرونۍ خبرې رغوونکې وې او له هغه څخه‌یې د افغانستان په سوله کې د رغوونکي رول غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان رهبران د بین‌الافغاني مذاکرو لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه چې د پاکستان د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته سفر کړی و، پرون له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

د مصالحې عالي شورا رئیس د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان نقش مهم بللی دی.

ښاغلي باجوه چې د پاکستاني هیئت مشري یې کوله او په ترکیب کې یې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید هم شامل و، تر دې مخکې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ولسمشر غني سره په دې کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو خاوره به د یو او بل پر ضد نه‌کارول کېږي.

د پاکستان دغه هیئت په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې حکومت تمه ښوولې د سولې بین‌الافغاني خبرې ډېر ژر پیل شي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په حواله راپور ورکړی چې تېره اوونۍ یې ویلي وو، بین‌الافغاني مذاکرې په ډېر احتمال د جون میاشتې په نیمايي کې پیلېږي.

خبریال او سیاسي شنونکی سمېع یوسفزی په دې باور دی چې بین‌الافغاني مذاکرو ته تر پخوا ډېره زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: "اوس چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره تر ټولو زیاته زمینه برابره شوې ده، د طالبانو د ۵،۰۰۰ بندیانو له جملې تقریباً ۳،۰۰۰ بندیان خوشې شوي دي. پاکستان هڅه کوي تر کوچني اختر وروسته د تاوتریخوالي کمولو سلسله دغسې روانه وي. له افغانستانه هم غواړي چې د بندیانو د خلاصولو بهیر لا چټک کړي. هغومره چې بندیان ژر خلاصېږي، هغومره به د تاوتریخوالي کمولو بهیر دوام کوي."

د حکومت له‌خوا خوشې شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا خوشې شوي طالب بندیان

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه، ټاکل شوې وه بین‌الافغاني مذاکرې د مارچ میاشتې پر ۱۰مه پیل شي.

خو د بندیانو د تبادلې پر سر اختلافاتو د دغو مذاکرو د پیل مخه ونیوله. په پام کې وه، حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

د طالبانو ویاندویانو ذبیح‌الله مجاهد او سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې د دغو مذاکرو په وړاندې خنډ د افغانستان حکومت جوړ کړی چې تر اوسه‌یې د دوی ټول ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړي نه‌دي.

د امنیت شورا د معلوماتو له مخې حکومت تر اوسه د طالبانو ۳،۰۰۰ بندیان او طالبانو د حکومت ۲۷۷ بندیان خوشې کړي.

د دې شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې مشر انتظار خادم وايي، د بندیانو خوشې کېدل به دوام مومي.

د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې مشر انتظار خادم
د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې مشر انتظار خادم

دی وايي: "په کابل کې د طالبانو له هیئت سره رسمي او غیر رسمي کتنې روانې دي چې د طالبانو له لوري هم خپل اسیران راخوشې کړو. هڅه کوو چې له دواړو لورو دا کوښښونه وشي. په دې برخه کې دواړه لوري هڅه وکړي، له ځانه تغییر وښيي او مخ ته لاړ شي."

د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل او د بندیانو د تبادلې د چټکتیا په هدف د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي وو: "ښاغلي خلیل‌زاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د بندیانو د چټک خلاصون او د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل په باره کې خبرې وکړې."

ښاغلي خلیل‌زاد چې د تازه سفر په لړ کې به افغانستان ته هم ځي، تېره یک‌شنبه په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د بین‌الافغاني مذاکرو لپاره پر اړتیا وړ اقداماتو بحث کړی و.

XS
SM
MD
LG