د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

ارګ: مونږ چمتو یوو، اوس دې طالبان د سولې مذاکراتو پیل لپاره ګام پورته کړي


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، اوس‌ طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره ده او څومره ژر چې کېږي باید دا خبرې پیل شي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل وايي، د افغانستان حکومت له خپله اړخه د دې مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان حکومت د ۳ زره طالب بندیانو د خوشې کېدو موضوع ته په اشارې ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید له قید و شرط پرته پیل شي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان حکومت د دې مذاکراتو لپاره پوره چمتو او باید نور ځنډ ونشي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه، د افغانستان حکومت اوس تمه لري، چې طالبان د سولې د خبرو د پیل لپاره ګام پورته کړي.

هغه زیاته کړه: "له قید و شرط او له ځنډ پرته د سولې خبرو پیل د دې پروسې یو بل بحث دی، موږ له خپل اړخه بشپړ چمتووالی اعلان کړ، د مذاکراې لپاره هر اړخیز ټیم چمتو شوی دی، مهمه ده چې اوس طالبان له خپل ادرسه په دې برخه کې ګام پورته کړي، څو دا پروسه مخ‌ته ولاړه شي."

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند زیاتوي، د طالبانو ۳ زره بندیان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي خو طالبانو بیا یوازې د حکومت ۲۷۷ تنه خوشې کړي دي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړی له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی نور هم را کم ، د حکومت ټول بندیان او ملکي زندانیان خوشې کړي.
په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان حکومت د سولې د خبرو د پیل لپاره چمتو دی.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په غونډه کې وویل، حکومت به د سولې د راتلو لپاره له هیڅ ډول هڅې او کړنې ځان په څنګ نه کړي.
عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، له طالبانو هیله لري چې له وخت نه په ګټې اخیستنې د سولې لپاره له برابر شوي فرصت ګټه واخلي.

په ورته وخت کې سیاسي فعال شهزاده مسعود وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره ده او په دې برخه کې د هېڅ یوې ډلې له‌خوا ‌باید بهانه ونشي.

هغه وویل: "د بل هر وخت په پرتله د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره ده، د دواړو لوریو لخوا د یوه او بل زندانیان ازاد شول، باید هڅه وشي چې د سولې مذاکرات داسې یوه هېواد کې وشي چې د سولې په برخه کې کافي تجربه ولري."

طالبانو تر اوسه د سولې د خبرو د پیل اړوند څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې ویلي چې د دوی د بندیانو خوشې کېدل د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یوه اساسي موضوع ده.

خو د مصالحې عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله بیا هیله‌مند دی چې د سولې د خبرو تر پیل پورې به د بندیانو د خوشې کولو بهیر بشپړ شي او یا به هم داسې حد ته ورسېږي چې دواړو لوریو ته به د منلو وړ وي.

د یادونې ده چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاس شوې هوکړې پر بنسټ باید د بین الافغاني خبرو تر پیل دمخه حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG