د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

سېف دي چلډرن: ۲.۵ملیونه نجونې د جبري ودونو له خطر سره مخامخ دي


په کم عمر د نحونو ودولو پر وړاندې د بخښنې نړيوال سازمان کمپاين یوه برخه
په کم عمر د نحونو ودولو پر وړاندې د بخښنې نړيوال سازمان کمپاين یوه برخه

د کوچنیانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا سېف دي چلډرن په خپل نوي راپور کې ویلي چې یوازي روان کال به پنځه لکه نورې نجونې د کم عمر ودونو ته اړ ایستل شي چې دا شمېر به په راتلونکو پنځو کلونو کې دوه نیم ملیونه ته لوړ شي. خو په مجموع کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال په متوسط ډول ۵۸ ملیونه او څلور لکه کم عمره نجونې واده شي. د دې راپور نوم دی: کووید۱۹ پرمختګ په خطر کې اچوي.

د سېف دي چلډرن په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به په کوچني عمر کې د ودونو ټول شمېر دوولس نیم ملیونه وي. د سېف دي چلډرن ادارې د سروې له مخې په جنوبي اسیا کې تر ټولو زیات شمېر نجونې په کوچني عمر واده کیږي. ورپسې لاتینه امریکا او کربین یاد شوي. همداراز په ختیځه اسیا کې هم د دې ډول پېښو د ډېرېدو اټکل کېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا تر کووید۱۹ مخکې لا د ښځو او نجونو پر وړاندي تاوتریخوالی یوه لویه ستونزه وه چې دا ستونزه د کورونا ویروس له خپرېدو سره لا زیاته شوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې رییسې الیټا میلر مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی د قرنطین پر مهال لا زیات شوی دی. دې زیاته کړه:

وروسته له کووید۱۹ د تاوتریخوالي لوړه کچه لا لوړه شوې ده. د کووید۱۹ سره تړلې ناامنۍ، اقتصادي ستونزې، روغتیايي وضعیت او د اوسېدو محدود ځایونه د دې لامل شوي چې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی لا زیات شي. نجونې او ښځې له هغو کسانو سره په کور کې بندې شوي چې له دوی سره تاوتریخوالی کوي. په ټول افغانستان کې خدمات رسوونکې ادارو او فعالانو په کورني تاوتریخوالي کې د زیاتېدو راپورونه ورکړي. دا وضعیت په هغو ولایتونو کې لا زیات دی چې قرنطین پکښې فعال دی.

د نړیوال بانک د روان کال د جون میاشتې د راپور له مخې په نړۍ کې د کووید۱۹ د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په ټوله نړې کې د ۱.۶ ملیارده کوچنیانو زده کړې اغېزمنې شوي دي.

د سېف دي چلډرن راپور وايي په افریقا کې د ایبولا ناروغۍ تجربه ښيي چې ګڼ ماشومان بیا د عمر تر پایه ښوونځیو ته نه لاړل.

د دې ادارې نوی راپور خبرداری ورکوي چې د اټکل له مخې به تلس ملیونه کوچنیان چې ډېری یې نجونې دي، هیڅ کله بیرته ښوونځیو ته ستانه نشي.

په دې راپور کې همداراز اټکل شوی چې شا او خوا یو ملیون هغه نجونې چې تر اتلس کلنۍ کم عمرونه لري، حامله کېدای شي. راپور اشاره کوي چې په نړۍ کې اوس هم له ۱۵ څخه تر ۱۹ کلنو نجونو د مړینې تر ټولو لوی لامل د کوچني زیږون دی.

XS
SM
MD
LG