د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د شقایق او مشعل مور: که زوی او لور مې ښه نه دي نو زما درملنه هم مه کوئ


د عکس ښي لور ته مشعل او چپ لور ته شقایق
د عکس ښي لور ته مشعل او چپ لور ته شقایق

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د تېرې ورځې په توغندیزو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په پرونيو توغول شویو توغنديو کې 10 کسه مړه او 50 نور ټپیان دي.

توغول شوي توغندي 24 دانې وو، چې د کابل له شمالي سیمو څخه د دې ښار په بېلابېلو سيمو وتوغول شول.

په دغو توغندیو کې یوې هم د کابل په خیرخانې سیمه کې په یو کور لګېدلی چې د یوې مور دوه اولادونه یې وژلي او خپله سخته ټپي ده.

د خیر خانې مينې په دویمه حصه کې د يو کور خونه تېره ورځ د یو توغندي د لګېدلو له امله ويجاړه شوه.

خو د دې پېښې د قربانیانو یاد به تل تازه وي.

شقایق او مشعل هغه ورور او خور چې د دې کور په دريم پوړ لګېدلي توغندي د تل لپاره په ابدي خوب ویده کړل.

د دې پېښې په اړه د شقایق او مشعل تره شاه مسرور وايي: " کله چې توغندي د خیرخانې لخوا راغلل مشعل په دغه ځای کې ( د کتارې غاړې ته ) ولاړ و، د مشعل ملګري هم د د توغندیو په ننداره و، دوه یې تېر شول له دریم سره یې د مشعل دنیا ړنګه کړه او په څېره یې چره ولګېدله، خور یې چې له چرۍ اوبه راخیستې خښته يې په سر ولګېده."

مشعل ځاى پر ځای ووژل شو او شقایق په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د شقایق او مشعل خپلوان وايي، دواړه تازه له ښوونځي فارغ شوي وه، شقایق د خپل د عمه زوی سره په کاناډا کې واده کړی و خو د کرونا ویروس له امله یې دغه هېواد ته تک ځنډېدلی و.

مشعل هم مریم لېسې ته څېرمه د جامو یو دوکان درلورد، هغه هم موده مخکې له ترکیې افغانستان ته راغلی و خو خبر نه چې په يو بل سفر سره به د تل لپاره له دې دنیا مسافر شي.

د مشعل او شایق يو خپل حیات الله میرزایار وايي، د دوی مور اوس هم ټپي ده او په روغتون کې بستر شوې.

هغه زیاته کړه: "مور یي اوس لږه په حال راغلی او خبرې کوي، زموږ لپاره ډېره سخته ده، کله چې په حال راغله د خپل زوی او لور پوښتنه یې کوله او ویل یې چې څنګه دي، خاوند یې ورته وویل چې هغوی ښه دي، مور یې وايي که زوی او لور مې ښه دي ماته یې عکسونه راوښیئ، هغه وايي، که زوی او لور مې ښه نه دی زما درملنه هم مه کوئ."

د وژل شویو کسانو نږدې خپلوان وايي، د سولې په روانې پروسې نور باور نه لري خو د جګړې له ښکېلو خواو غواړي چې جګړه ودروي او خلک دې نور نه قرباني کوي.

د تېرې ورځې د توغول شویو توغندیوپه په اړه د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې، په دغو توغندیو کې 10 کسه مړه او 50 نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG