د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د خصوصي پوهنتونونو د امنیت ټینګښت په هدف خبرې ژر وروستۍ کېږي


کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون دروازه
کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون دروازه

د افغانستان خصوصي پوهنتونونه او کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه په کابل کې د خپل امنیت په هدف ناسته کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د لوړ امنیتي ګواښ له امله یو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د عامه ساتنې "محافظت عامه" له ملي تصدۍ څخه د ساتونکو د ګمارنې لپاره د شنبې په ورځ ۴۸ ساعته وخت ورکړی و.

دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی و که چېرې اقدام ونه شي د لوړو زده کړو دغه موسسې به وتړل شي.

دا ۴۸ ساعتونه پوره شوي، اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې نن دوشنبه د کورنیو چارو وزارت او د خصوصي پوهنتونو ټولنه د دې موضوع د وروستي کېدو لپاره سره ناسته لري.

ددې وزوارت ویاند حامد عبیدي ازادي راډيو ته که څه هم د دې ناستې دقیق وخت ونه ښود خو ټینګار یې وکړ چې دواړه خواوې به یوې پایلې ته رسېږي.

هغه زیاته کړه: "د خصوصي پوهنتونونو ټولنه ناسته نن د کورنیو چارو وزارت له استازو سره نن په دې اړه خبرې کوي چې څه پایلې ته به ورسېږي."

ښاغلي عبیدي وايي، دا چې کورنیو چارو وزارت د پوهنتونو د امنیت لپاره لاس په کار شوی دا یو ښه ګام دی.

دا اقدام په داسې حال کې دی چې روانه لمریز میاشت پر کابل پوهنتون برید وشو چې په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ پورې نور په کې ټپیان شول.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی و.

د کورنیو چارو وزارت له خوا خصوصي پوهنتونونو ته د عامه نظم ساتنې له ملي تصدۍ نه د ساتونکو د ګمارلو په تړاو د ورستۍ نېټې د ورکړې او د ترسره شویو اقداماتو په اړه مو یو ځل بیا د دغه وزارت ویاند طارق ارین وپوښت.

نوموړی وايي: " موږ ۴۸ ساعته ټولو خصوصی پوهنتونو ته وخت نه و ورکړی، بلکې څو محدوده پوهنتونونه و چې دوی خپله غوښتنه کړې وه، هغو ته به مسلکي کسان ګمارل کېږي او دغه ستونزه به ډېره ژر حل شي."

هڅه وکړه چې په دې اړه د خصوصي پوهنتونو د ټولنې نظر هم راواخلو بریالي نشو.

له دې وړاندې ښاغلي ارین ویلي و که خصوصي پوهنتونه دغه پرېکړه عملي نه کړي وبه تړل شي.

ښاغلی ارین زیاتوي، دا مهال یو شمېر خصوصي پوهنتونونه له دې امله تعطیل دي چې نوي ساتونکي وګماري.

XS
SM
MD
LG