د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ اوربند ته د ماشومانو هیلې!


په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند نه د لویانو د هرکلي تر څنګ هغه ماشومان چې جګړو یې ورنه د کورنۍ غړي اخیستي هم خوشحاله دي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې سوله وکړي.

په تېرو څو لسیزو جنګ جګړو کې اکثره میندو او پلرونو په دې هیله خپل نوي زېږېدلي ماشومان امن او سوله ونومول چې ګوندې د دوی قدم نېک او په هېواد کې امن او سوله راشي.

خو د دغو ماشومانو ماشومان هم دې هیلې ته نه‎دي رسېدلي.

اوس چې تازه په‎دغه هېواد کې د سولې یو څرک لګېدلی او افغان حکومت او وسله‎وال طالبان یو لنډمهالي اوربند ته رسېدلي، دوی هم خوشحاله دي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې سوله وکړي.

په کابل کې د یوه خصوصي روزنتون دوه تنو ماشومانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم مطیع‌الله دی، د کندز ولایت د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی یم، پلار مې د شپې د اردو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې شهید شوی دی، اختر باید موږ ټول افغانان په خوشحالۍ تېر کړو، دولت باید له طالبانو سره جګړه ونه‎کړي او طالبان له دولت سره."

"زما نوم عبدالوارث دی، دا ښه کار دی. افغانستان به دواړه لوري په ګډه سره اباد کړي او د نورو هېوادونو په شان به یو پرمختللی هېواد وي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» له وسله‎والو طالبانو سره د روژې د میاشتې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ چې بیا وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوازې د اختر په درېيو ورځو کې حکومت سره اوربند ته غاړه کېښوده.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ په چین کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې دا په تېرو څو لسیزو کې یو مهم پرمختګ یاد کړ.

په ورته وخت کې د یتیمو او کارګرو ماشومانو لپاره د اشیانې په نوم د مؤسسې مشر انجنیر محمد یوسف اوربند او سوله دا د ماشومانو همېشنې او لومړنۍ غوښتنه ګني.

نوموړي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ماشومانو تمه او هیله دا ده چې خدای وکړي، د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او هم د حکومت سره چې څوک په جګړه دي، دې اوربند ته درناوی وکړي، دغه اوربند وغځوي، څو په یوه دایمي او واقعي سوله بدل شي."

ښاغلی یوسف وايي چې ماشومان په جګړه کې تر ټولو زیات زیان ویني او د جګړې قرباني کېږي چې په افغانستان کې یې هم شمېر کم نه‎دی.

راپور: اجمل تورمان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG