د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ارګ: د شانګهای سازمان غړو د افغان حکومت د سولې له پلانونو ملاتړ وکړ


ارګ ماڼۍ وايي، د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلانونو ملاتړ وکړ.

په یوه بیان کې چې د افغانستان جمهوري ریاست خپور کړی راغلي چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ له طالبانو سره د افغان حکومت موقتي اوربند وستایه.

ولسمشر شي د شانګهای تر سرمشریزې وروسته له افغان ولسمشر اشرف غني سره په جلا لیدنه کې هم ویلي چې د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره بشپړ تعهد لري او د اوربند مسئله د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه خبر دی.

ولسمشر شي له افغان ولسمشر اشرف غني سره
ولسمشر شي له افغان ولسمشر اشرف غني سره

افغان ولسمشر اعلان کړی چې د روژې له ۲۷مې به د اختر تر پنځمې افغان پوځیان په وسله‎والو طالبانو برید نه‎کوي او اوربند به کوي.

په سیمه کې د افغانستان د یوه لوی او نږدې متحد هېواد هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د سولې په هدف د افغان ولسمشر له پیل شوي نوښت‌یې ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي مودي د شانګهای سرمشریزې ګډونوال په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره همکارۍ ته وهڅول.

ده وویل:

"افغانستان د ترورېزم او افراطیت د اغېزو یوه خواشینوونکې بېلګه ده. زه هیله کوم کوم لوی نوښت چې ولسمشر غني د سولې په لوري پیل کړی د ټولو له‎خوا ورته درناوی وشي."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله
د هند صدراعظم نرېندرا مودي د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله

صدراعظم مودي ډاډ څرګند کړ چې د شانګهای او افغانستان ترمنځ په رامنځته شوې تماس ډله کې به هند د افغانستان لپاره د یوه باوري ملګري په توګه بشپړې همکارۍ ته چمتو وي.​

که څه هم افغانستان د شانګهای سازمان بشپړ غړیتوب نه‎لري، خو د جمهوري ریاست د بیان له مخې د سرمشریزې ګډون‎والو په یوه خوله د افغانستان د سولې پروسې او اوربند ملاتړ وکړ او د سیمه‌‎ییز اتصال او پرمختګ لپاره‌یې په افغانستان کې سوله مهمه وبلله.

د افغانستان اوربند او د سولې هڅو ته په‎داسې حال کې د شانګهای په سرمشریزه کې اشاره وشوه چې دا هېواد په وروستیو څو میاشتو کې د خونړیو پېښو او پراخو بریدونو شاهد پاتې شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې پرمختګونو ته اشاره وکړه، خو ویې‌ویل په هر قدم کې د ترورېزم او مخدره موادو په څېر دوه لوی خنډونه د افغانستان په وړاندې پراته دي.

ارشیف
ارشیف

نوموړي وویل:

"د ترورېزم او مخدره موادو له غبرګو شیطانانو سره باید منسجمه، هر اړخیزه او همغږې مقابله وشي. د دې بهیر د رامنځته کولو لپاره باید لومړی کار د سیمه‎ییزې همکارۍ او اتصال د بستر په توګه د افغانستان د بریا په خاطر همکاري وي او ورپسې د شانګهای له مزایاو په ګټې اخیستنې د اړتیا وړ عملي پلانونونه جوړ شي."

ښاغلي غني د هغو ټولو هېوادونو له همکارۍ او هڅو ستاینه وکړه چې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له نوښتونو ملاتړ کوي او د سیمه‎ییزې اجماع په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس همداراز د افغانستان او شانګهای سازمان ترمنځ د تماس ډلې په رامنځته کېدو خوښي وښوده او د همکاریو د پراختیا هیله‌یې وکړه.

د شانګهای سازمان سرمشریزه د چین په چینګ‌دائو ښار کې د جون پرون او وړمه ورځ وشوه او تر ډېره‌یې سیمه‎ییز اقتصادي مسایل او پرمختګونه تر بحث لاندې ونیول.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG