نړۍ
د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه نن شنبه په چین کې جوړېږي
د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو غونډه نن شنبه په چین کې جوړېږي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان جمهور رئيس، محمد اشرف غني هم ګډون کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوری به په دې غونډه کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي او د سیمه ییز اتصال پر اهمیت خبرې وکړي.
صبغت الله احمدي وویل:
"یو مورد چې بحث به ورباندې کېږي په سیمه کې ګډ امنیتي تهدیدونه دي، موږ به هم پر سیمه ییز اتصال تاکيد وکړو چې د افغانستان د موقف لوړولو او سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات ته اهمیت لري."
د شانګهای د همکارۍ سازمان اته دایمي غړي لري.
افغانستان د دې سازمان په څلورو څارونکو کې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د نیپال او چین د سېلابونو ویجاړۍ؛ د لادرکه شویو شمېر نږدې ۵،۱۰۰ ته ورسېد
نیپال کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد او چین په پوله د سېلابونو په نتیجه کې د لادرکه کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۳ تنو ته ورسېده.
چارواکو وویل چې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱،۲۵۹ تنه مړه شوي دي.
بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین دولتي رسنیو هم ویلي چې په تبت کې ۲۱ کسه مړه او ۵۴۱ تنه نور لادرکه شوي دي.
په دې سره په دواړو هېوادونو کې د دغو ویجاړوونکو سېلابونو د مړو شویو کسانو شمېر ۱،۲۸۰ تنو او د لادرکو کسانو شمېر ۵ زرو او ۶۲۴ تنو ته رسېږي.
ناروې په شمالي قطب کې د روسیې یوه بېړۍ توقیف کړې
د ناروې حکومت د اوکراین د «نفتوګاز» دولتي شرکت لپاره د ۴ میلیارده ډالرو د تاوان د ورکړې د حکم د عملي کولو په اساس، یوه روسۍ بېړۍ د شمالي قطب د سوالبار مجمعالجزایر ته نږدې توقیف کړې ده.
دا توقیف د هغه حکم پر بنسټ شوی چې په ۲۰۲۳ کال کې د هاګ یوې محکمې صادر کړی و.
د حکم له مخې، روسیه باید د کریمیا د هغو شتمنیو د مصادرې په بدل کې «نفتوګاز» ته ۴.۲۲ میلیارده ډالر، له ګټې او حقوقي لګښتونو سره ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې د کریمیا له الحاق وروسته روسیې ضبط کړي دي.
مسکو تر اوسه دغه پیسې نهدي ورکړي.
د «نفتوګاز» وکیلانو مخکې له دې چې د «پروفیسور مولچانوف» په نوم دغه بېړۍ سوالبارد ته ننوځي د ناروې له یوې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دې بېړۍ د توقیف او جبري پلور امر صادر کړي.
محکمې دغه غوښتنه منلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناروې دغه اقدام «سمندري غلا» بللې ده.
د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو
د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو.
بي بي سي انګلیسي پرون چهارشنبې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د الکساندر هریس جسد په خیبرپښتونخوا کې موندل شوی دی.
هریس چې د انګلستان د برمنګهم ښار اصلی اوسیدنکی دی، د تیرې شنبې په ورځ هغه مهال ورک شو چې غوښتل يې د خیبرپښتونخوا "موسي کا مصلی" غره ته پورته شي.
په سیمه کې یو چارواکي خالد اقبال ویلي، " د لټون په عملیاتو کې تر ۳۰ ډیر کسان ښکیل وو او د هریس جسد په ځنګل کې موندل شوی".
د اقبال په ټکو،" احتمال لري چې غره ته د ختو پرمهال د هریس پښه ښوییدلي وي او لویدلی وی".
هریس په اسلام اباد کې د ادم سمیټ په نوم یو نړیوال مشورتي شرکت سره کار کاوه.
هریس د ایرلنډ تابعیت هم درلود.
د اوکراین ولسمشر په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده.
پرون چهارشنبې د اوکراین په پلازمینه کیف کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ادارې (اسبيیو) او استخباراتي ادارې کارکوونکو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه.
عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه کې يې څو ټپي کسان لیدلي دي.
تراوسه د نښتې لامل معلوم نه دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا نښته د "شرم وړ" کار بللی دی.
د هغه په ټکو، اوکرایني سرتیري یوازې پر "روسي یرغلګرو" ډزې کولی شي.
چارواکو ویلي، د نښتې په اړه څیړنې روانې دي.
ډونالډ ټرمپ: هر کله چې وغواړو پر ایران برید کولای شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هر کله چې وغواړي پر ایران برید کولای شي.
ټرمپ پرون چهارشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" د ایران خلاف به پوځي عملیات ډیر دوام ونه کړي، خو هرکله چې وغواړو بیا پر ایران برید کولی شو".
د هغه په ټکو،"د ایران حکومت ورځ تر بلې کمروزی کیږي".
ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل،" د ایران ټول پوځي او دفاعي تجهیزات مو له منځه یوړل".
د امریکا پوځ د تیرې سه شنبې په ورځ د ایران پر یو شمیر جنوبي ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
ایراني چارواکو ویلي و چې په دغو بریدونو کې په لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خو د امریکا پوځ بیا پر ملکیانو هر ډول بریدونه رد کړي دي.
د امریکا پوځ ایران کې پر یوه واده د برید ادعا رد کړه
وروسته له دې چې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سې شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د یوه واده په مراسمو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، د امریکا پوځ پر ملکي وګړو د برید ادعا رد کړه.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز، د ازادي راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي: "موږ له هغو راپورونو خبر یو چې سرچینهیې ایراني دولتي رسنۍ دي. د پاسدارانو برعکس، د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په بندر کوهستک کې د د یوه واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یو ماشوم په شمول څلور کسان، وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو د امریکا بریدونه غندلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د راکټي برید په غبرګون کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.
خیبر پښتونخوا ښځینه محصلینو او کارکوونکو ته وړیا برقي موټرسایکلونه ورکوي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښځینه محصلینو او کارکوونکو ښځو ته برقي موټرسایکلونه وړیا ورکول کېږي.
پېښور ښار د پلان د لومړي پړاو د پلي کېدو لپاره ټاکل شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا طرحه د چهارشنبې په ورځ «د وږې ۱۱مه» د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ په یوه غونډه کې تصویب شوه.
ویل شوي چې په لومړي پړاو کې به په پېښور ښار کې نجونو او ښځو ته برقي موټرسایکلونه ورکړل شي، څو ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو او کاري ځایونو تهیې ورځنی تګ راتګ اسانه شي.
چارواکو ویلي چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا پلان د خیبر پښتونخوا نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
سنتکام: امریکايي ځواکونو په ایران کې د سپاه پاسداران پوځي هدفونه ویشتلي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سېشنبې شپې په ترڅ کې په ایران کې د سپاه پاسداران پر یو شمېر پوځي هدفونو پراخ بریدونه په بریالیتوب ترسره کړي دي.
سنتکام ویلي چې په دغو بریدونو کې د هوايي دفاع مرکزونه، راداري سیستمونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د سمندري ماینونو اېښودلو وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه په نښه شوي دي.
د امریکا پوځ وايي، دا بریدونه د سپاه پاسداران له خوا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او امریکايي ځواکونو د احتمالي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی چې که ایران د دغو بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکی برید وکړي، امریکا به پر ایران لا سخت او پراخ برید وکړي.
ټرمپ ویلي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ماینونو د اېښودلو د ناکامې هڅې او په اردن کې د یوه امریکايي پوځي مرکز پر لور د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې شوي دي. د اردن چارواکو مخکې ویلي وو چې اته توغندي یې شنډ کړي دي.
جرمني روسیه د لایپزیګ هوايي ډګر په ناکام برید کې په لاس لرلو تورنه کړه
د جرمني حکومت روسیه په اګست میاشت کې د لایپزیګ ستراتیژیک هوايي ډګر ته د چاودېدونکو توکو د لېږدوونکي بېپیلوټه الوتکې په وسیله د یوې ناکامې «هایبرډي حملې» په ترسره کولو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول ویلي، برلین به د سپټمبر تر پایه په بن ښار کې د روسیې قونسلګري وتړي او په برلین کې به د «روسیې کور» د فرهنګي مرکز تړون لغوه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې جرمني به د روسي وګړو پر داخلېدو کنټرولونه سخت کړي او د اروپايي ټولنې له لوري به د بندیزونو په نوملړ کې د نورو روسي وګړو د شاملولو غوښتنه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې په برلین کې د روسیې سفیر هم احضار کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني دغه اقدامات «یوه بله جدي تېروتنه» بللې ده.
د لایپزیګ هوايي ډګر د جرمني او ناټو د پوځي تجهیزاتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري او د اوکراین د «انتونوف» هوايي شرکت یوه اډه هم پکې ده.
امریکا د ایران په جنوب کې دوه ایراني تېلوړونکي بېړۍ ویشتي
د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ د سېشنبې شپې د بریدونو په ترڅ کې د ایران جنوبي ساحل ته څېرمه د ایران دوې دولتي تېلوړونکي بېړۍ په نښه کړې دي.
د راپور له مخې، امریکايي بېپیلوټه الوتکو پر دغو بېړیو توغندي ویشتلي او د هغو انجنونه یې په نښه کړې دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په خپله رسمي خبرپاڼه کې د تېلوړونکو بېړیو د برید په اړه مشخص څه نه دي ویلي، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر یوې تېلوړونکې بېړۍ د توغندي لګېدل ښکاري.
اکسیوس وايي، دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران پر تېلوړونکو بېړیو د سمندري محاصرې د ماتولو د مخنیوي پر ځای، د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو د ایران د بریدونو په غبرګون کې برید کوي.
د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دا اقدام د ایران د تېلوړونکو بېړیو پر وړاندې د نوې تګلارې برخه ده چې د ایران د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تصویب کړې ده.