د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ


د افغان علماوو له لوري په هېواد کې د جګړې له ناروا بللو وروسته افغان حکومت د طالبانو په مقابل کې څو ورځنی یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» په یوه وېډیویي پیغام کې وویل چې دغه پرېکړه د دیني عالمانو فتوا ته په درناوي شوې ده.

ښاغلي غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د اوربند پر مهال د طالبانو پر وړاندې له هر ډول تهاجمي عملیاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړی وايي:

"د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې اوربند اعلانوم، په عین حال کې ټولو افغان ځواکونو ته لارښوونه کېږي چې د طالبانو پر وړاندې هر ډول تهاجمي عملیات ودروي."

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پر ضد جګړه پیل شوې دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو په مقابل کې د اوربند اعلان کېږي.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه شااوخوا درې زره دیني عالمان کابل کې راټول شول او روان جنګ او انتحاري حملې یې ناروا وبللې.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي چې له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو د الخندق عملیاتو په پیلولو سره په ټول افغانستان کې خپلو بریدونه زیات کړل.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې اړه به وروسته خپل نظر څرګند کړي.

خو ښاغلي غني په‎دې وېډيویي پیغام کې د دې تر څنګ چې دغه یو طرفه اوربند يې د خپل دریځ قوت وباله، همداراز يې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د القاعده، داعش او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترورېستي ډلو پر وړاندې به عملیات دوام لري، شوې پرېکړه سولې ته د باور او ژمنې له مخې او همدا شان د سولې د ټینګښت په برخه کې د هېواد د دیني عالمانو په ځواب کې شوې ده."

جمهور رئیس همداراز وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به د دغه اوربند په اړه په یوه لویه غونډه کې ټول معلومات وړاندې شي، خو په‎دې اړه‌يې ډېر څه ونه‌ویل.

راپور: محمد حدیث پردېس

  • پخواني معلومات

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷مې نه د اختر تر پنځمې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني پر خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د اوربند اعلان‌یې په کابل کې د دیني علماوو د وورستۍ غونډې نه په ملاتړ کړی دی.

د ولسمشر غني پر فېس‌بوک پاڼه د خپاره شوي متن په یوه برخه کې په دې اړه راغلي:

"دولت د هېواد د علماوو د دغې متفقې فتوا له اعلان وروسته نه‌یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ کوي، بلکې د هېواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پېشنهاد څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی، په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷مې نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم."

تاسو په دې اړه دلته د ولسمشر غني وېډيويي وینا واورئ:

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

ولسمشر غني په دغه بیان کې ټولو امنتیي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې په دغې موده کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې عملیات ودروي، خو د داعش او القاعده او نورو نړیوالو ترورېستي شبکو په وړاندې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.

په دغه بیان کې ویل شوي چې په راتلونکې اوونۍ کې به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزئیات شریک شي.

وسله‌والو طالبانو بیا د ولسمشر غني له دې اعلان وروسته ازادي راډیو ته ویلي چې په دې اړه نظر ورکول تر وخت مخکې دی.

د افغانستان د پوځ لوی درستيز او د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال نن په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې په دغه اوربند کې د طالبانو تر څنګه حقاني شبکه هم شامله ده.

په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې له پیل نه تر دا مهاله دا لومړی ځل دی چې یو افغان ولسمشر له وسله‌والو طالبانو سره موقتي اوربند اعلانوي.

XS
SM
MD
LG