د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

زرګونه افغان دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه ناروا وبلل


د افغانستان زرګونه دیني عالمانو په یوه متفقه فتوا کې په افغانستان کې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه ناروا وبلل او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اسلامي مطالعاتو د مرکز مرستیال مولوي غفران‎الله مراد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په کابل کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د هېواد د عالمانو متفقه فتوا ولوسته چې په يوه برخه کې یې داسې راغلي:

"دغه جګړه هېڅ ډول دیني او شرعي صبغه نه‎لري، همدا جګړه ده چې بیروني مداخلو ته‌یې زمینه مساعده کړې ده او د اسلام او افغانانو د بدنامۍ لامل شوې ده، له دواړو خواوو غواړو چې جګړه ودروي او دا د وسلو جنګ پرېږدي."

د افغانستان جګړه هېڅ ډول دیني او شرعي صبغه نه‎لري.

د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه کې زرګونه دیني عالمانو ګډون کړی وو او ټولو په يوه خوله له وسله‎والو مخالفینو وغوښتل چې د حکومت د سولې وړاندیز ومني او له حکومت سره په ګډه د یوې هر اړخیزې سولې طرحه جوړه کړي.

د غونډې ګډون‎والو په‎دې ټینګار درلود چې سوله او د سولې په اړه خبرې کولای شي د یو مهالوېش له مخې له افغانستان نه د بهرنیانو وتلو ته لار هواره کړي.

دغه دیني عالمان وايي، دوی د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب او د روغې جوړې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

دوی دا شان د ټولنې له بېلابېلو ډلو او بنسټونو وغوښتل چې د پردیو د دسیسو ښکار نه‎شي.

د دیني عالمانو په خبره، په افغانستان کې روان ناوړه وضعیت تر هغې پای نه‌مومي تر کومې چې د جګړې ښکېلې خواوې مخامخ خبرو اترو ته حاضر نه‎شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستی او وسله‎والو طالبانو څه موده وړاندې د الخندق په نوم عملیات پیل کړل او ویې‌ویل چې په ټول افغانستان کې به خپلې حملې زیاتې کړي.

بل‎خوا د روان کال د وري میاشتې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو او قومونو له‎خوا د سولې په نوم د پرلتونو د خیمو د ودرولو لړۍ هم پيل شوه چې له لارې یې د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې او اوربند غوښتنه شوې.

په‎دې لړ کې څو اوونۍ وړاندې څو تنو هلمندي ځوانانو د سولې په هدف د کابل په لور په پښو حرکت پیل کړ چې اوس‎مهال غزني ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دیني عالمانو د نننۍ غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې اړه خبرې کول له وخته مخکې دي.

بل‎خوا د افغان حکومت د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امید میثم وايي، جنګ د حل‎لار نه‎ده او حکومت هڅه کوي، څو د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې يوې حل‎لارې ته ورسېږي.

د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه رياست مرستیال ویاند امید میثم

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"سوله يوه ملي اړتیا ده او د حکومت باور دا دی چې موږ نه‎شو کولای د جنګ له لارې وروستۍ نتیجې ته ورسېږو او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د حکومت لومړنی انتخاب خبرې اترې دي او غواړو د خبرو اترو له لارې يوې نتیجې ته ورسېږو او په افغانستان کې د سولې او ثبات شاهدان واوسو."

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، د سولې په برخه کې د ښکېلو لورو ترمنځ صادقانه هلو ځلو او ارادې ته اړتیا ده.

ښاغلی صافی وايي، په دې برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو منځګړیتوب او هڅې ښې پایلې لرلای شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG