د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

سرخط: سوله یو ذبیح الله مجاهد او بل په حکومت کې شاملې جګړه مارې ډلې نه کوي


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره پر وروستیو تماسونو او په دې اړه پر روانو هڅو او د امریکا پر دریځ بحثونه کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان پر وروستیو څرګندونو بحث کړی او لیکلي دي چې جنرال نېکلسن د یو ویډیو کنفرانس له لارې له هغو خبرو پرده پورته کړه چې طالبانو په پټه له افغان حکومت او امریکایانو سره پیل کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکایي جنرال ترڅنګ د طالبانو ځینې مشران، حکومت او د حزب اسلامي مشران ټول وایي چې طالبان سولې ته راځي.

ورځپاڼه لیکي، که د دوی خبره رښتیا وي او طالبان سولې ته راځي، نو دا سوله د سولې د عالي شورا کار نه دی، باید په جدي سترګه ورته وکتلای شي او کوټلي ګامونه واخستلای شي.

ورځپاڼې وړاندې دا باور څرګند کړی دی چې سوله یو ذبیح الله مجاهد او په حکومت کې شاملې جګړه مارې ډلې نه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې مجاهد به بیا هم د امتیازاتو لپاره د سولې په ملاتړ اعلامیه خپره کړي، خو په کابل کې د مرمیو ضد موټرو کې سپاره زورور به هیڅ کله هم طالب پرې نه ږدي چې سولې ته غاړه کېږدي.

ورځپاڼې په پای کې حکومت او امریکایانو ته سپارښتنه کړی چې لومړی دې له دغو ښکرورو یا دې سوله وکړي او یا دې ورسره حساب تصفیه کړي، د طالب لپاره بیا لاره پاکېږي، یا به سوله کوي او یا به مري.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې بیا د جنرال نېکلسن څرګندونو ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې د امریکایي جنرال لخوا دا خبرې داسې مهال شوي دي چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړی دي او ویلي دي چې له افغان حکومت سره خبرې په حقیقت کې د دوی د تسلیمېدو په معنی به وي.

ورځپاڼې وړاندې د جنرال نېکلسن په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره په دې پټو خبرو کې د ناټو ډیپلوماټان او د ځینو نړیوالو سازمانونو استازي هم شامل دي.

خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې طالبانو نه له حکومت سره خبرې کړي دي او نه هم دا خبرې روانې دي، بلکه دا خبرې له هغو طالبانو سره کېږي چې بی واکه دي او پرېکړه یې په افغانستان کې د جګړې په حالت کې کوم بدلون نه راولي.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړی دی چې طالبان او نور ترهګرې ډلې د سیمې د استخباراتو او په تېره بیا د پاکستان د استخباراتو د لاس اله ده او تر هغو چې د پاکستان پوځیان پرېکړه ونه کړي، طالبان له افغان حکومت سره د خبرو واک نه لري.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې لیکلي دي چې له بې واکه طالبانو سره خبرې کومه نتیجه نشي لرلی، ځکه په تېر وخت کې هم داسې خبرې شوي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د تماسونو په اړه د جنرال نېکلسن خبرو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا له پاکستانه پرته له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او دا ځکه چې امریکا اوس پوه شوې چې د افغان سولې بهیر تل د پاکستان لخوا ګډوډ شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې له پاره د واشنګټن له نوی ستراتیژۍ پرده پورته کړه او ویې ویل، دوی هڅه کوي چې په طالبانو کې مناسبه رهبري ومومي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې مایک پامپیو د کانګرس غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، هڅه داده چې د فشار ټول عناصر وکارولی شي، څو طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

ورځپاڼې له پاکستانه پرته له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې دي، خو امریکا کولای شي چې سوله وکړي او په دی برخه کې د پاکستان مخالفتونه هم دفع کړي.

افغانستان ما:

افغانستان ما ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د تماسونو په اړه د جنرال نېکلسن پر خبرو بحث کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې لپاره په تېرو کلونو کې هم زیاتې هڅې شوي دي، خو نتیجه صفر وه او ولس د مرګ ژوبلې ماسوا بل څه نه دي لیدلي.

ورځپاڼې لیکلي دي، افغانان چې له څو لسیزو راهیسی د جنګ په اور کې سوځي د سولې غوښتونکي دي او که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېښني او د هېواد د ګټو او لاس ته راوړنو په رڼآ کې سوله کوي، نو بې له شکه چې خلک یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG