د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۸

په افغانستان کې د شوروي یرغل پر مهال یو مړ حساب شوی پیلوټ ژوندی موندل شوی


یو روسی پیلوټ چې درې لسیزې وړاندې په افغانستان د شوروي یرغل پر مهال یې الوتکه ویشتل شوې وه او شوروي پوځ نوموړی وژل شوی حساب کړی و، اوس په افغانستان کې ژوندی موندل شوی او غواړي بېرته روسیې ته ستون شي.

د روسیې سرتېرو د یوې ټولنې مشر والیري وسټروټین د روسیې دولتي خبري اژانس «ار ای اې نووسټي» ته ویلي چې هغه اوس هم ژوندی دی، دا ډېره حیرانونکې ده.

وسټروټین چې د جګړې د بندیانو او د جګړې پر مهال د ورکو سرتېرو لپاره د امریکا او روسیې مشترک کمېسيون کې د روسیې د هیئت مشري کوي، د دې سرتېري د نوم له څرګندولو ډډه کړې ده.

د روسیې د پخوانیو سرتېرو د ټولنې مرستیال ویاخیسلاف کالینین دې خبري اژانس ته ویلي چې ددې روسي پیلوټ الوتکه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې په افغانستان کې ویشتل شوې وه او ښايي اوس به یې عمر تر شپېتو کلونو لوړ وي.

نوموړي زیاته کړې چې دا روسی پیلوټ اوس بېرته کور ته ستنېدل غواړي او په دې برخه کې د مرستې غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، ګومان کوي چې دا پخوانی روسی پیلوټ به په پاکستان کې و، چېرې چې افغان مجاهدینو د جګړې د بندیانو لپاره کمپونه لرل.

د روسیې دې خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۱۹۷۹ ميلادي کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې په افغانستان کې د پخواني شوروي د جګړې پر مهال، ۱۲۵ الوتکې ویشتل شوې وې.

کله چې په ۱۹۸۹ کال کې پخوانی شوري لښکر له افغانستان څخه وتلو، نو ۳۰۰ شوروي سرتېري د ورکو شویو سرتېرو په لېست کې شامل وو.

له هغې راوروسته له دې ورکو سرتېرو څخه تر ۳۰ زیات موندل شوي او ډېر یې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د کومرسانت په نوم یوې سوداګریزې ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په په ۱۹۸۷ کال کې په افغانستان کې یوازې د یوې روسۍ الوتکې د ویشتل کېدو راپور ورکړل شوی دی چې د پیلوټ نوم یې سرګي پانتیلیوک و چې د روسیې د جنوب د روستوف اوسېدونکی و، نوموړې وروسته له هغې سره د خپلې الوتکې تری تم شو چې الوتکه یې د کابل په شمال کې له باګرام هوايي اډې چې اوس یې امریکايي ځواکونه کاروي، پورته شوه.

د روسیې د پخوانیو سرتېرو د سیمه ییز سازمان مشر وايي چې ددې سرتېري مور او خور دواړه ژوندي دي.

نوموړي ددې ورک شوي روسي پیلوټ ۳۱ کلنه لور هم موندلې چې وايي، د پلار له ورکېدو څو میاشتې مخکې زېږېدلې وه.

یوه روسي سناتور فرانتز کلینټسویخ د «ار ای اې نووستي» خبري اژانس ته ویلي، دا یوازنۍ داسې قضیه نه ده او زیاته کړې یې ده چې څو کلونه مخکې په افغانستان کې د پخواني شوروي له یو بل سرتېري سره مخ شو چې خپل نوم یې ونه ښوده، په مشکله یې روسي خبرې کولې او ویې ویل چې بېرته روسیې ته د ستنېدو لپاره پرې اوس ډېر ناوخته شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د پخواني شوروي یو بل سرتېري بهرالدین حکیموف ورته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په مرکه کې وویل:

"زه ځکه افغانستان کې پاتې شوم چې افغانان مهربانه او میلمه پال خلک دي."

حکیموف جګړه کې ټپي شوی او بیا یې ځايي خلکو درملنه او پالنه کړې وه چې نوموړی وروسته اسلام هم قبول کړی او افغانستان کې پاتې شوی و.

XS
SM
MD
LG