د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د فراه ولایتي شورا: طالبانو بیا پر ښار حمله کړې چې لاتر اوسه جګړه روانه ده


  • د فراه امنیتي وضعیت

که څه هم د فراه والي تېره ورځ ویلي و چې وسله‎وال طالبان د فراه له ښاره په شا تمبول شوي او ښار د دوی په بشپړ کنټرول کې دی، خو د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس وايي چې تېره شپه یو ځل بیا طالبانو په ښار حمله کړې ده.

فرید بختور د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو ته مرستندویه وسله‎وال رارسېدلي او د امنیه قوماندانۍ او محبس په ګډون‌یې یو شمېر مهمې ولایتي ادارې تر حملې لاندې نیولې دي.

ښاغلي بختور زیاته کړه:

"بېګاه ۱۱ بجې بیا د فراه په ښار کې جګړه پيل شوې، وسله‎وال په امنیه قوماندانۍ، محبس او زما په شخصي مېلمستون باندې حملې او ډزې کوي، تر اوسه هم وسله‎وال مخالفین د ښار په مرکز کې دي، دوی ته ځیني مرستندویه طالبان هم رارسېدلي، اوس هم په ښار کې جګړه روانه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسله‎والو طالبانو پر فراه ښار ډله‎ییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپاره‌یې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.

افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسله‎والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.

خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په فراه ښار کې د جګړې بیا پیل رد کړ او ویې‌ویل چې د ښار وضعیت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي
د فراه والي عبدالبصیر سالنګي

ښاغلي سالنګي زیاته کړه:

"دا مهال ۶۰۰ کمانډو، د ملي امنیت، ملي پولیس، د ۴۴۴ قطعې ځواکونو ټوله ساحه تلاشي کړه، موږ داسې علایم پيدا نه‎کړل چې هلته دې طالبان وي، وضعیت نورمال او حالت تر کنټرول لاندې دی. امنیه قوماندان، د لوا قوماندان، د قول اردو رئیس ارکان، د قول اردو قوماندان، د امنیت رئیس او زه «والي» یوځای یو، تصفیه روانه ده. د وسله‎والو هېڅ نښه نه‌لیدل کېږي."

خو د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د فراه د والي خبرې ردوي او له مرکزي دولته غواړي چې څومره ژر چې ممکنه وي د فراه ولایت د ژغورلو لپاره جدي امنیتي اقدام وکړي.

د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد تېره ورځ خبریالانو ته ویلي و داسې اسناد شته چې ایران د فراه په جګړه کې له وسله‎والو طالبانو سره مرسته کوي.

څه موده مخکې وسله‎والو طالبانو د الخندق په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کړل چې ورسره په یو شمېر ولایتونو کې امینتي وضعیت خراب شوی، جګړو زور اخیستی او مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

  • د غزني امنیتي وضعیت

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو مخالفینو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او زنه‎خان ولسوالۍ یو شمېر امنیتي پوستې هم نیولي او د امنیتي ځواکونو ۲۷ سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

قاسمي زیاته کړه:

"تېره شپه د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قومانداني وسله‎والو مخالفینو ونیوله، ټول امکانات او تجهیزات‌یې له ځان سره یوړل، ۱۶ امنیتي ځواکونه تلفات لري او همدا شان په زنه‎خان ولسوالۍ کې هم درې امنیتي پوستې وسله‎والو نیولې دي."

د غزني والي عبدالکریم متین که څه هم د چغتو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د نیولو په اړه څه نه‌وايي، خو د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لوړ امنیتي ګواښونه تأییدوي.

د غزني والي عبدالکریم متین
د غزني والي عبدالکریم متین
  • د جوزجان امنیتي وضعیت

بل‎خوا د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمن محمودي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت قرقین ولسوالي هم د وسله‎والو له لوري محاصره شوې ده.

  • د دفاع وزارت غبرګون

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ښار په شمال او لوېدیځ کې ډزې اورېدل کېږي او په ښار کې تصفیوي عملیات هم روان دي.

ښاغلی رادمنش وايي چې په غزني کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره عملیات روان دي او تر اوسه په‎دغه ولایت کې ۵۲ وسله‎وال وژل شوي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه د وسله‎والو طالبانو نظر هم واخلي، خو بریالي نه‌شوه او نه هم کومې خپلواکې سرچینې تر اوسه یادې ډلې ته د اوښتو تلفاتو رقم تأیید کړی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي له حکومته غواړي چې د افغانستان د ۱۹ ناامنه ولایتونو په اړه جدي امنیتي تدابیر ونیسي، هغه ولایتونه چې تر ډېره د وسله‎والو مخالفینو له ګواښونو او حملو سره مخ دي.

راپور: رحمت‎الله افغان

  • پخواني معلومات

له فراه ښاره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې تېره شپه له ۱۰ بجو وروسته د ښار په مختلفو برخو کې نښتې پیل شوي چې په یو شمېر سیمو کې تر اوسه روانې دي.

د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت د ښار د وضعیت په اړه وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

د ازادي راډیو د خبریال په وینا وسله‌والو طالبانو چې ویل کېږي په ښار کې پټ شوي وو او د محبس په ګډون‌یې پر څو دولتي ودانیو حملې کړې دي.

په فراه ښار کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا بیا حملې په داسې حال کې پیل شوي چې تېره ورځ افغان او د ناټو چارواکو وویل چې ښار په بشپړ ډول د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شوی او وسله‌وال طالبان په شا تمبول شوي دي.

XS
SM
MD
LG