د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

وال سټریت ژورنال: د فراه جګړه د طالبانو لپاره سياسي يا نمايشي نه‎وه


د نړيوالو رسنیو پام یو ځل بيا پر فراه ښار د وسله‎والو طالبانو ډله‎ييز بريد او د دې ډلې د پر شا تمبول کېدو موضوع ته اوښتې.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې پر فراه ښار د طالبانو تهاجمي حملې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره یو لوی درس وو.

ورځپاڼه لیکي:

نه‌یوازې د افغان ځواکونو لپاره، بلکې د ايران په سرحد کې د يوه ولايت پر مرکز حمله د امريکا هڅو ته هم یو درس دی چې غواړي ځايي ځواکونه نور هم پياوړي کړي.

د ورځپاڼې په وينا، د فراه جګړه د طالبانو لپاره سياسي يا نمايشي نه‎وه، بلکې دا ولایت د مخدره موادو لپاره له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د طالبانو د جګړې د ماشين مصارف تمويلوي.

د ورځپاڼې په وینا، څلور کاله مخکې ايران په فراه ولايت کې د طالبانو د واحدونو ملاتړ کاوه چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له تهديده خوندي پاتې شي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د فراه د چارواکو له قوله لیکلي، د دې ولايت د مرکز د نيولو لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې او دوی له‎دې ښاره وايستل شول.

طالبان به پر فراه ښار د حملې بيه پرې کړي.

د ورځپاڼې په وينا، له دې سره چې افغان چارواکو ويلي، طالبانو ته د فراه ښار پر مرکز په تهاجمي حملو کې درانه تلفات اوښتي دي، د دې ولايت اوسېدونکي اندېښنه لري چې د افغان او امریکايي ځواکونو پر هوايي ملاتړ سربېره سخت دريځي کولای شي پر حکومتي ځایونو حملې وکړي.

نیويارک ټايمز لیکلي:

ځايي اوسېدونکي په‎دې باور دي چې په سرحدي ولایت فراه کې سخت دريځي د ايران په ملاتړ فعالیت کوي.

ورځپاڼې د فراه د والي عبدالبصير سالنګي څرګندونې هم لیکلي چې وايي، طالبان به پر دې ولايت د حملې بيه پرې کړي.

  • واشنګټن اګزماینر

واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې لیکلي چې د فراه په نښته کې جنګي «A-10» الوتکو طالبان ډېر وبېرول.

د ورځپاڼې په وينا، د فراه په وروستۍ جګړه کې افغان ځواکونو د امریکا له هوايي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او « A-10» الوتکې پر فراه ولايت راوالوتې.

واشنګټن اګزماینر دا ټکی هم راپورته کړی چې طالبانو څو ځلې هڅه کړې چې د ښارونو مرکزونه د کندز په څېر ونيسي، خو د ورځپاڼې په وينا د دې ډلې هڅې ناکامه شوې او د امریکا په ملاتړ د افغان ځواکونو له‌خوا سخت دريځي په شا تمبول شوي دي.

XS
SM
MD
LG