د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

اعظمي: وسله‎والو غوښتل په وروستۍ حمله کې خپل بنديان خوشې کړي


په مشرانو جرګه کې د فراه ولايت يو سناتور وايي، د فراه په وروستيو ناامنيو کې د «سيمې استخبارات» لاس لري.

د ده په خبره وسله‎والو غوښتل په وروستۍ ډله‎ييزه حمله کې خپل بنديان خوشې کړي چې په‎دې کار بريالي نه‎شول.

ګل احمد اعظمي پېشنهاد کوي چې په فراه ولايت کې دې محلي حکومتوالي تقويه او اضافي ځواکونه وګمارل شي.

فراه ولايت په وروستيو کې د ډله‎ييزو حملو شاهد و چې د فراه د والي بصير سالنګي په خبره په وروستۍ حمله کې شااوخوا ٢٠٠٠ وسله‎والو برخه درلوده.

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له سناتور اعظمي پوښتنه کړې چې وسله‎وال څنګه وتوانېدل په فراه کې دا ډول ډله‎ييزې حملې پلان کړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG