د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

سکاپاروټي: ناټو هیله لري چې افغان ځواکونه به د طالبانو ځواک کمزوری کړي


د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د پوځي کمېټې په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خبرې وشوې.

تر دې غوندې وروسته په اروپا کې د ناټو د اعلی قوماندانۍ امریکایي جنرال کورټېس سکاپاروټي په بروکسل کې د ناټو د پوځي کمېټې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ناټو هیله لري چې افغان ځواکونه به د طالبانو پوځي ځواک کمزوری کړي.

په اروپا کې د ناټو د اعلی قوماندانۍ امریکایي جنرال کورټېس سکاپاروټي
په اروپا کې د ناټو د اعلی قوماندانۍ امریکایي جنرال کورټېس سکاپاروټي

سکاپاروټي زیاته کړه:

"دا به یو کال وي، تمه ده چې د دوهم کال په مخه به افغان ځواکونه بریالي وي، جګړه به رهبري کوي او د طالبانو وړتیا به د جګړې د فصل په اوږدو کې کموي."

ناټو په‎داسې وخت کې د افغان ځواکونو ستاینه کوي چې دغو ځواکونو دوه ورځې مخکې ادعا وکړه چې د فراه له مرکزه‌یې طالبان په شا کړل او پرون چهارشنبه داسې خبرونه خپاره شول چې د غزني ښار د طالبانو له سخت ګواښ سره مخامخ دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې تازه دمه ځواکونه په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"سره له دغو ګواښونو بیا هم د تشویش وړ خبره نه‎شته ځکه چې تازه دمه امنیتي ځواکونه چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه چې زموږ د زون مربوط دی، راځي. ځینې یې راغلي دي او په مشخصو ځایونو کې ځای پر ځای شوي. که څه هم دا څلور ورځې کېږي چې کمانډو ځواکونه هم راغلي او په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي."

د افغانستان دفاع وزارت څرګندوي چې د غزني په اندړ، زنه‎خان، ګېلان او چغتو ولسوالیو کې یې د دولت مخالف وسله‎والو ته ماتې ورکړې ده.

طالبانو بیا د غزني په ګډون په بېلابېلو سیمو کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو ادعا کړې ده.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته هغه ولایتونه په نښه کړل چې هلته افغان ځواکونه اوس په عملیاتو بوخت دي.

جنرال محمد رادمنش
جنرال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"دغه اوس په یو شمېر ولایتونو کې لکه کندز، فاریاب، جوزجان، غور، بادغیس، فراه، هلمند، ارزګان، غزني او ننګرهار کې زموږ محاربوي فعالیتونه ادامه لري."

د دفاع وزارت په وینا د افغان سرتېرو ۱۳ لوی عملیات په ټول افغانستان کې روان دي.

XS
SM
MD
LG