د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۴

ولسمشر غني فراه ته د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر نن سې شنبه ملي دفاع وزارت ته ورغلی و او فراه ته‌یې د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي چې نوي کمانډو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه محبس ته استول شوي دي.

فیصل لیکلي چې فراهیان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، جګړه روانه ده، خو د ورځې تر پایه به وضعیت بدل شي.

د فراه د ولایتي شورا یوې غړې جمیلې امنیتي له فراه ښاره په ټيليفون خبري اژانسونو ته ویلي چې الوتکو بمبار شروع کړی، له کندهاره سپېشل فورس او له هراته کمانډو ځواکونه فراه ته روان شوي دي.

فرانس پرس وايي، د فراه ښاریان د چاودنو او جګړې له امله وحشت ځپلي او درنه جګړه روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې د افغانستان کورني او بهرني ځواکونه ګډه بمباري کوي، خو د نړیوالو ځواکونو قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې حمله دوی کړې ده.

  • پخواني معلومات

په داسې حال کې چې د فراه ولایتي شورا د فراه ښار زیاترو سیمو ته د وسله‎والو طالبانو د ننوتو خبره کوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، ملاتړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‎مهال وسله‎وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په محاصره کې دي.

نوموړی زیاتوي:

"جګړه د ۷۰مې فرقې چې له ښاره درې کېلو متره لیرې ده، دوام لري. موږ دښمنان په همدغه سیمه کې په خپله محاصره کې راوستي دي، اته تنه‌یې وژل شوي، درې تنه‌یې ټپیان دي، ځواکونه اوس‎مهال منظم دي، ان‌شاءالله په لنډ وخت کې به وضعیت بېرته عادي حالت ته راشي."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د فراه ولایت د مدني فعالانو او سیاسي کارپوهانو د معلوماتو له مخې د تېرې شپې راهیسې د فراه ښار په زیاتره سیمو کې جګړه روانه ده او تر سهار مهاله هېڅ ډول ملاتړي ځواکونه دغه ولایت ته نه‎دي رسېدلي.

د فراه ښار زیاتره سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

له دې ډلې نصرالله علم ازادي راډیو ته وویل چې د ریګي، يزدي، چهارباغ او د فراه مرکز باغ پل ځینې سیمې طالبانو تر کنټرول لاندې راوستي او اوس‎مهال د فراه د ملي امنیت ریاست ته نږدې جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان په ملي شورا کې د فراه ولایت یو شمېر استازو د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا غړي داد‎الله قانع ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ښار زیاتره سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي او بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي قانع زیاته کړه:

"په فراه کې جګړه په شدت روانه ده، د فراه شمالي سیمې او درېیمه ناحیه د طالبانو لاس ته لوېدلې، طالبانو ته له نږدې ولایتونو مرستې رسېدلي، موږ د اضافي سرتېرو غوښتنه کوو، ژر تر ژره باید هوايي ځواکونه فراه ته ورسېږي."

په فراه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال هم ویلي چې د فراه ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي له ښار وتلو ته اړ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې وسله‎والو طالبانو څه موده مخکې د الخندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل چې د دغو عملیاتو تر اعلان وروسته د افغانستان د ځینو ولایتونو څو ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

راپور: واصل وصال

  • پخواني معلومات

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې د فراه پر ښار د وسله‌والو طالبانو حمله شنډه شوې او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو په فراه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د ښار شااوخوا کې جګړه لا هم روانه ده او د ډزو غږونه اروېدل کېږي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې وسله‌والو طالبانو له دوو خواوو پر ښار حمله کړې ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش ازادي راډیو ته نن سهار وویل:

"موږ دښمنان محاصره کړي، اته تنه‌یې وژل شوي او ۳۰ تنه‌یې زخمان دي."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې مخکې ویل شوي و چې د فراه والي او د ظفر ۲۰۷ قول اردو د ارکان رئیس، د فراه ښار د امنیتي تأسیساتو کتنې ته تللي دي.

د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختاور خبري اژانسونو ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فراه ښار په شااوخوا کې پر پرتو پوستو حملې وکړې او جنګ لا هم روان دی.

د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې جګړه د ښار د مرکز په درې یا څلور کېلو مترۍ کې روانه ده.

  • پخواني معلومات

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ځانګړي افغان ځواکونه، کمانډو او هوايي پوځ تنظیم شوی او طالبان به د فراه ولایت له مرکزه په شا وتمبوي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د فراه له مرکزه لیرې په درې کيلو مترۍ کې دي.

خو د فراه ولایتي شورا د دغه ولایت له احتمالي سقوطه اندېښنه لري او له کابله د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، محمد اشرف غني نن دوشنبه سهار دفاع وزارت ته لاړ او هلته‌یې د امنیتي ځواکونو له جنرالانو سره د فراه امنیتي وضعیت وارزاوه او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره‌یې لازمې لارښوونې وکړې.

بل‌خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته په یوه استولي اېمېل کې ادعا کړې چې پر فراه پراخ بریدونه روان دي او په وینا یې چې د استخباراتو ریاست‌یې هم نیولی دی.

  • پخواني معلومات

راپورونه وايي چې افغان کمانډو ځواکونه د هرات له شینډنډ ولسوالۍ څخه فراه ښار ته چېرته چې سخته جګړه روانه ده، استول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې د فراه ولایت پر مرکز ډله‌ییز بریدونه پیل کړي دي.

په فراه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې وسله‌والو له دوو اړخونو پر فراه ښار حملې پیل کړي او یو شمېر امنیتي پوستې يې نیولې دي.

راپورونه وايي چې جګړه د فراه د ملي امنیت ریاست په شااوخوا کې روانه ده.

  • پخواني معلومات

راپورونه وايي چې وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت پر مرکز حمله کړې.

په فراه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې طالبانو له دوو خواوو په ښار حمله کړې او له څو کمربندونو تېر شوي دي.

د امنیت ریاست په شااوخوا کې د شدیدو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال زیاتوي چې د فراه په ښار کې وضعیت کړکېچن شوی او ځینو ښاریانو د نښتو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

XS
SM
MD
LG