د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

چارواکي: د غزني زنه‌خان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې


د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت زنخان ولسوالۍ نن سهار د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امان‌الله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۷ بجې وسله‌والو طالبانو د غزني پر زنخان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې تر سهاره‌یې دوام کړی چې پر مهال‌یې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي چې په پایله کې یې نن پنجشنبه سهار دغه ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

نوموړی وايي چې د یادې ولسوالۍ د سقوط پر مهال درې عرادې هاموي ټانکونه او یو عراده رنجر موټر هم د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ سرتېري هم پر لار بند پاتې دي چې وسله‌والو طالبانو ورته کمینونه نیولي دي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه:

"په خواشینی سره باید ووایم چې د دغه لایت د زنه‎خان ولسوالۍ پر مرکز وسله‎والو طالبانو تېره شپه پر ۷ بجې ډله ییز بریدونه کړي چې تر سهار پورې یې دوام کړی چې بیا دا ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاسته لویدلې ده."

ښاغلي کامراني دا هم وویل چې د دغه ولایت یو شمېر نور ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

دی وايي، که مرکزي دولت د دغه ولایت د پولیسو تشکیلات زیات نه‎کړي نو نورې ولسوالۍ به هم د وسله‎والو طالبانو لاسو ته ولوېږي.

کامراني وویل:

"زموږ یو شمېر نورې ولسوالۍ هم له ورته برخلیک سره مخ دي، لکه ده یک، اندړ، ګیلان، ناوه او ګیرو ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو محاصرې لاندې دي، ځکه چې زموږ د پولیسو تشکیلات کم دي او دغه پولیس نه شي کولای چې دغه ولسوالۍ خوندي کړي."

له دې سره د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس خالق داد اکبري هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی وايي:

"زه چې کوم معلومات لرم، د غزني پر زنه‎خان ولسوالۍ تېره شپه وسله‎والو بریدونه کړي چې ۴ افغان سرتیري په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، دغه راز درې هاموې ټانکونه او رنجر موټر هم د وسله‎والو طالبانو په لاس ورغلي دي."

بل‎خوا بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار دا تائیدوي چې تیره شپه د دغه ولایت پر زنه‎خان ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو ډله‎ییزبریدونه کړي خو وايي چې د یادو بریدونو پر مهال یوازې د دغې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو وسله‎والو طالبانو د غټو وسلو فیرونه کړي چې پر مهال یې یادو پوستو اور اخېستی چې د یاد اور له کبله د څه وخت لپاره افغان امنیتي ځواکوانو پوستې پریښي دي.

دی وايي، وسله‎وال طالبان نه پوستو ته داخل شوي او نه هم ولسوالۍ د دوی په لاس کې ده.

دغزني امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار
دغزني امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي او په خبره یې چې د یادو بریدونو پر مهال ۳ افغان سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"زه په کلکه دا ردوم چې د غزني زنه‎خان ولسوالۍ دې د وسله‎والو طالبانو لاسته لویدلي وي، په دغه ولسوالۍ کې اوس هم زموږ افغان امنیتي سرتیري موجود دي او موږ تېره شپه دغلته وسله‎والو طالبانو ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړی او بریدونه مو په شا تمبولي دي."

ښاغلی مایار وايي چې په یادو ولسوالۍ کې اوس وضعیت کنترول دی او کوم ستونزه نشته.

هاخوا بیا د وسله‎والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې یادو ولسوالۍ دوی ته لاسته ورغلې او ګڼ شمېر سرتیرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېرنور ناامنه ولایتونو کې هم زیات شمېر ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکوانو له لاسه وتلي.

راپور:شریف الله شرافت ـ غزني

  • پخواني معلومات:

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت زنخان ولسوالۍ نن سهار د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امان‌الله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۷ بجې وسله‌والو طالبانو د غزني پر زنخان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې تر سهاره‌یې دوام کړی چې پر مهال‌یې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي چې په پایله کې یې نن پنجشنبه سهار دغه ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

نوموړی وايي چې د یادې ولسوالۍ د سقوط پر مهال درې عرادې هاموي ټانکونه او یو عراده رنجر موټر هم د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ سرتېري هم پر لار بند پاتې دي چې وسله‌والو طالبانو ورته کمینونه نیولي دي.

بل‎خوا بیا د دغه ولایت د والي ویاند عارف نوري وايي چې تېره شپه پر دغې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهال‌یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي نور معلومات‌یې په اړه نه‌لري.

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم تائید کړې چې یاده ولسوالۍ د دوی لاسته لوېدلې ده.

XS
SM
MD
LG