د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د افغانستان په جغرافیه کې د بلک هاک هلیکوپټرو استعمال ته د دفاع وزارت خوشبیني!


د بلک هاک هلیکوپټرو پیلوټان د شپې د عملیاتو لپاره روزنه ویني
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د بلک هاک هلیکوپټرو پیلوټان د شپې د عملیاتو لپاره روزنه ویني

په داسې حال کې چې تازه افغان فارغ شویو پیلوټانو د بلک هاک هليکوپټرو په وسیله د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې خپل لومړني هوايي عملیات ترسره کړل، د افغانستان دفاع وزارت د مخالفینو پر ضد د دغو هليکوپټرو استعمال ګټور ګڼي.

د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۰» ازادي راډيو ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې نویو تازه فارغ شویو ۳۱ پیلوټانو ته به په لنډ وخت کې ټول تجهیزات ورکړي.

رادمنش زیاته کړه:

"د بلک هاک هليکوپټرو استعمال د افغانستان په جغرافیه کې ډېر مهم دي، ځکه دا الوتکې ډېرې تېزې ځغلي، ډېرې ښې ماشیندارې او راکټونه په‎کې نصب دي او د پرسونل د انتقال لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي، بلک هاکونه کولای شي چې هر ځای ته افغان امنیتي ځواکونه ډېر ژر ورسوي او دښمن ته ضربې ورکړي."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواک تازه فارغ شویو پیلوټانو د بلک هاک هليکوپټرو په وسیله تېره ورځ خپل لومړني عملیات په هلمند ولایت کې ترسره کړل.

که څه هم په دې اعلامیه کې د یادو عملیاتو په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت‌يې بریالي ګڼي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش دا نه‌وايي چې اوس‎مهال افغان هوايي ځواکونو ته څومره بلک هاک هليکوپټرې ورکړل شوي، خو په یو شمېر راپورونو کې دا شمېر ۱۳ ښودل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ مأموریت په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغان هوايي ځواک کې د بلک هاک هلیکوپټرو اړوند مسلکي فارغانو شاملېدل نوي نسل ته رهبري لېږدوي.

دفاع وزارت د مخالفینو پر ضد د بلک هاک هليکوپټرو استعمال ګټور بولي.

د امریکا له‎خوا افغان هوايي ځواک ته د بلک هاک هلیکوپټرو ورکړه اووه میاشتې وړاندې پیل شوې ده.

ښاغلی رادمنش وايي، ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې افغان پوځ ته ۱۹۵ بلک هاک هليکوپټرې چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دي، وسپارل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مسؤلین تمه ښيي چې د بلک هاک هليکوپټرو په استعمال سره به د جګړې په کرښو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني وايي، له یادو هليکوپټرو نه د هوايي عملیاتو تر څنګ، پوځ ته د انتقالاتو په برخه کې هم کار اخیستل کېدای شي.

ښاغلی غوریاني زیاتوي:

"له دې هليکوپټرو نه د جګړې تر څنګ د ځواکونو په انتقال کې هم ګټه اخیستلی شو، دوی به ژر د جګړې ډګر ته ورسېږي، استعمال به‌يې لامل شي چې ولسوالۍ سقوط ونه‎کړي، کېدای شي د طالبانو د کاروانونو په نښه کولو کې ترې ګټه واخلو، څو وسله‎وال مخالفین له‎منځه یوسو."

په کندهار کې د بلک هاک پېلوټان تر روزنې وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

ښاغلي غوریاني وویل، د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د بلک هاک هليکوپټرو په ورکړې سره د افغان هوايي ځواکونو ليکې پياوړې شوي.

په ورته وخت کې د افغان هوايي ځواکونو پخوانی قوماندان عتیق‎الله امرخېل په دې باور دی چې د افغان پيلوټانو مسلکي روزنه او په جنګ کې له بلک هاک هليکوپټرو نه ګټه اخیستنه د ځمکنيو ځواکونو سره په عملياتو کې ډېره مرسته کولای شي.

خو دی وايي، نتېجه به‌يې هغه وخت ډېره مثبته وي چې استعمال‌يې په سم ډول او د دقیقو راپورونو له مخې وشي او په هوايي عملیاتو کې ملکيانو ته تلفات وانه‎وړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG