د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

دفاع وزارت: امریکا به تر ۲۰۲۰ کاله افغان هوایي ځواک ته الوتکې ورکړي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د امریکا له‎خوا افغان هوایي ځواک ته ۱۵۹بېلابېلې الوتکې ورکړل شي.

دفاع وزارت وایي، د امریکا له‎خوا د مرسته شويو بلک‌هاک هلیکوپټرو په دوام په دې ۱۵۹ الوتکو کې چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د امریکا متحده ایالاتو له‎خوا افغان هوایي ځواک ته ورکول کېږي، بېلابېلې محاربوي، ټرانسپورتي او کشفي الوتکې شاملې دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې سره به د افغان هوایي ځواک وړتیا درې برابره شي او ورسره به دغه ځواک په بشپړه توګه پر پښو ودرېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"د امریکا متحده ایالات ۱۵۹ هلیکوپټرې او الوتکې په پام کې لري چې افغان پوځ ته‌یې ورکړي. مګر د دې تر څنګ بې‌پیلوټه الوتکې هم ورکوي. اوس‎مهال د بې‌پیلوټه الوتکو یو کمپلکس په هلمند او یو په مزار شریف کې فعال دی. یو بل کمپلکس به په کندهار او تر هغه وروسته به په جلال‎اباد او هرات کې جوړ شي."

د بلک هاک هلیکوپټرو پیلوټان د شپې د عملیاتو لپاره روزنه ویني
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د دفاع وزارت دغه مقام وایي، له شااوخوا یوه کال راهیسې د کشفي بې‌پیلوټه الوتکو کمپلکس په‎دغه هېواد کې فعال دی چې په‎خپله افغانانو له‎خوا اداره کېږي او سلا مشورې امریکایي روزونکي ورکوي.

دی وایي، هڅه کوي چې دا کمپلکسونه نور هم ډېر کړي، خو جزئیات‌یې ورنه‎کړل.

د دفاع وزارت د ویاند د ادعا له مخې د تېر کال په پرتله د افغان هوایي ځواک ورځني عملیاتو کې شااوخوا ۵۰ فیصده ډېروالی راغلی دی.

د افغان هوایي ځواک عملیاتو کې ۵۰ فیصده ډېروالی راغلی.
د افغان هوایي ځواک عملیاتو کې ۵۰ فیصده ډېروالی راغلی.

وزیري وايي:

"هره ورځ زموږ هوایي قوتونه د ځمکني قوتونو د حمایې لپاره له ۵۰ تر ۲۰۰ پورې پروازونه کوي چې دا حمایوي او اکمالاتي پروازونه دي. د دې تر څنګ هره ورځ له ۳۰ نه تر ۵۰ مستقلانه ضربې زموږ قواوې واردولی شي او دا هره ورځ جریان لري."

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د هغه څلور کلن پلان په بشپړېدو سره چې د افغان پوځ د ټولو برخو لکه د کمانډو قطعاتو، انجنیرۍ، استخباراتو، کشف، توپچي، رادار سیستم او داسې نورې نیمګړتیاوې رانغاړي، افغان پوځ په بشپړ ډول پر پښو درېدلی شي.

په کندهار کې د بلک هاک پېلوټان تر روزنې وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د دغو مرستو ژمنه د امریکا متحده ایالاتو ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو شااوخوا پنځو میاشتو کې اته بلک هاک هلیکوپټرې افغان هوایي ځواک ته سپارلې دي.

د افغان چارواکو په خبره اوس‌مهال له‎دغو هلیکوپټرو څخه په تعلیمي برخو کې کار اخیستل کېږي او زیاتوي د اړتیا په صورت کې به له دې هلیکوپټرو څخه په عملیاتو کې هم ګټه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG