د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د هوايي ځواک قوماندان: د بلک هاک ۶۰ روزل شویو پیلوټانو خپل فعالیت پیل کړ


د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان وايي، د بلک هاک هلیکوپټرو او نورو پوځي الوتکو لپاره د روزل شویو افغان پیلوټانو لومړۍ ډلې پرون سې شنبه خپل فعالیت پیل کړ.

د هوايي ځواک قوماندان جنرال محمد شعیب تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له فارغ شویو پیلوټانو او نښه ویشتونکو څخه ۹ تنه‎يې په بهر او ۵۱ نور يې د کندهار په هوايي اډه کې روزل شوي دي.

نوموړي وویل، بلک هاک هلیکوپټر به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او هغوی ته پر وخت د اکمالاتو په برخه کې فعالیت کوي.

ښاغلي شعیب زیاته کړه:

"دا هلیکوپټر به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په خدمت کې وي. د دې هلیکوپټرو لپاره روزل شوي پیلوټان د ورځې له‎خوا تمرینونو ته او هم د شپې له‎خوا پروازونو ته چمتو دي."

د هوايي ځواک قوماندان وویل، دا مهال په متحده ایالاتو، چک جمهوریت او سلواکیا کې د افغانستان د هوايي ځواک شااوخوا ۳۰۰ پرسونل ته روزنه ورکول کېږي.

جنرال شعیب وویل، دا مهال افغان هوايي ځواکونو ته ۱۳ بلک هاک هلیکوپټر سپارل شوي دي او له افغان هوايي ځواک سره د امریکا د همکاریو د پلان له مخې به څه د پاسه ۱۵۰ داسې هلیکوپټر په څو پړاونو کې دوی ته وسپارل شي.

افغان چارواکي او امریکايي متحدان‌يې وايي، هڅه کېږي چې تر راتلونکو څو کلونو پورې افغان هوايي ځواکونه په یوه مجهز، فعال او معیاري قوت بدل کړي.​

متحده ایالاتو د بلک هاک او نورو پوځي هلیکوپټرو سربېره افغان هوايي ځواک ته یو شمېر «اې-۲۹» سوپر ټوکانو جنګي الوتکې هم ورکړي چې دا مهال په مختلفو سیمو کې د دولت خلاف وسله‎والو پر ضد عملیاتو کې برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ تېره میاشت وویل چې افغان هوايي ځواکونو د لومړي ځل لپاره د لیزر په واسطه د رهبري کېدونکو بمونو استعمال هم پیل کړی دی.

د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا او تجهیزولو پروګرام په‎داسې وخت کې پر مخ ځي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې په اړه اندېښنې موجودې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت او د ناټو روزنیز مأموریت ټینګار کوي چې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‎ژوبلې ته جدي توجه کوي او د مخنیوي لپاره‌يې تدابیر نیسي.

XS
SM
MD
LG