د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

دفاع وزارت: د امریکا د ۱۱۸۶ بمونو غورځولو وسله‌والو ته درانه زیانونه اړولي


د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې د ترورېستانو پر ځالو څه باندې ۱۱۰۰ بمونه غورځولي دي.

وروسته له هغې چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو په مرکزونو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د څه باندې ۱۱۰۰ بمونو د غورځولو اعلان وکړ، د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په دغو هوايي بمباریو کې وسله‌والو مخالفینو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي دي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي رادیو ته وویل، دغه هوايي بریدونه له افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې شوي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

محمد رادمنش زیاته کړه:

"موږ په هغو سیمو کې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په سمڅو کې ځانونو ته مواضع جوړې کړي او د مخدره موادو او ماین جوړولو فابریکې جوړوي، موږ توانېدلي یو چې د دغو مواضعو او فابریکو د له‎منځه وړلو لپاره، له امریکايي ځواکونو سره په بشپړې هغمږۍ کې دغه مواضع او د هغوی لارښوونکي په نښه کړو او دغه کار ښې اغېزې کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو مشرتابه ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې يې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورځولي دي.

په دې اړه په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د دغو بمونو شمېره د نورو کلونو په پرتله زیاته ده.

امریکا ۳ میاشتو کې د مخالفینو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورځولي.

د امریکا دفاع وزارت دا نه‌دي ویلي چې په دغو هوايي حملو کې څومره وسله‌وال مخالفین وژل شوي، خو ویلي دي چې په دغو بمباریو کي د ملکي خلکو ژوند ته زیاته پاملرنه شوې ده.

پخوا تر دې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر میلادي کال کې رسنیو ته ویلي و چې د ۲۰۱۷ میلادي د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد ۷۵۱ هوايي بریدونه شوي چې دا په تېرو اتو کلونو کې د بمباریو تر ټولو لوړه کچه وه.

بل‎خوا ځیني افغان کارپوهان وايي، بهرني ځواکونه تر ډېره ځایه له افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته پر ځینو سیمو بمبارۍ کوي چې ملکي خلکو ته په‎کې د سر او مال زیانونه اوړي.

افغان کارپوه کابل خان تدبیر
افغان کارپوه کابل خان تدبیر

د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې په ودونو، ملکي موټرو او داسې نورو ځایونو بمبارۍ وشوې او دا هغه لاملونه دي چې د خلکو او دولت ترمنځ‌یې واټن رامنځته کړی دی."

ښاغلی تدبیر ټینګار کوي چې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې هوايي حملې باید د افغان او بهرنیو ځواکونو د بشپړې همغږۍ او کره اطلاعاتو له مخې داسې تنظیم شي چې ښوونځيو، روغتونونو، د خلکو کورونو، جوماتونو او داسې نورو عامه‎المنعفه تأسیساتو ته په‎کې زیان ونه‌رسېږي.

د دفاع وزارت وايي، هڅې تېزې شوي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ملکي کسانو ته زیان ونه‌رسېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG