د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په افغانستان کې د جنګ ډګر ته د ناټو ځواکونو بېرته راګرځېدنه!


د افغانستان دفاع وزارت ټینګار کوي چې ناټو باید له ترورېزم سره په روانه مبارزه کې افغان ځواکونه ښه وروزي او تجهیز یې کړي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د جګړې ډګرونو ته یو وار بیا د ناټو ځواکونو د ستنېدو په اړه ښکاره څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې که چېرې افغان ځواکونه ښه تجهیز او ورزل شي، کولای شي له دښمن سره مقابله ورکړي.

د دغه وزارت د ویاندوي د دفتر سرپرست محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د مرستو د دوام په صورت کې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په کافي اندازه سرتېري لرو چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له دښمن سره مقابله وکړي، که ښوونه او روزنه، مشورې، هوايي کوردینات او مالي ملاتړ هدغه شان دوام پیدا کړي، موږ کولای شو چې له خپل ظرفیته په استفادې له خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړو."

که څه هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو محاربوي ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته رسېدلی، خو تازه د ناټو عمومي منشي ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتو دي چې د ترهګرۍ خلاف جګړې لپاره، یو ځل بیا افغانستان ته ځواکونه ولېږي.

ینس سټولټنبرګ چې د جمعې په ورځ یې د کاناډا د اوتاوای پوهنتون د سیاسي مطالعاتو په مرکز کې یې څرګندونې کولې، ویلي چې په اوس وخت کې به مناسبه وي چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه افغان ځواکونه وروزي او خپله افغان ځواکونه د ترورېزم په ضد روانه جګړه پرمخ یوسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار انتقاد کړی چې امریکا په افغانستان کې د ګټور ځواک په جوړېدو کې پاتې راغلې.

یادې ادارې د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې په افغان اردو ۷۰ میلیارده ډالر مصرف شوي، خو د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د ناکامۍ په حال کې دي.

باري عارض
باري عارض

دا چې ولې یو ځل بیا ناټو د افغانستان په جګړه کې ښکېلېدو ته زړه ښه کړی، د پوځي چارو د افغان کارپوهانو له ډلې باري عارض یې په اړه وايي:

"افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونه پیاوړي شوي او ورځ تربلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي، ځیني سیمه ییز نوي ګواښونه موجود دي چې د دغو ګواښونو د مقابلې لپاره د اړتیا په وخت کې ممکنه ده چې ناټو ځواکونه یو ځل بیا د جګړې ډګرونو ته راشي."

دا مهال د ناټو او امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې شااوخوا ۱۴ زره بهرني سرتېري افغان ځواکونو ته په مشوره ورکولو او روزنې بوخت دي چې کله ناکله د داعش په ګډون، د افغان دولت پر وسله والو مخالفينو هوايي حملې هم کوي.

ښاغلی عارض وايي، ښه ده چې ناټو افغان ځواکونه وروزي، تجهیز یې کړي او په مناسبو وختونو کې لازمې مشورې ورکړي.

د نوموړي په خبره، د ناټو یو ځل بیا جګړې ته را داخلېدل به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه، د عامو افغانانو احساسات را وپاروي او د جګړې د پېچلتیا او اوږدېدو لامل به وګرځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG