د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

ډیپلومات: افغان هوايي ځواک درېیمه برخه حملې د «A-۲۹» الوتکو په‎واسطه کوي


  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې په غور ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د غړو د تښتول کېدو او د رأی ورکولو د اسنادو سوځل کېدو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، دغه اقدام په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

ډېلي مېل دې ټکي ته ډېر پام کړی چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکو ويلي، د انتخاباتو پر وړاندې به د رأی ورکونې لپاره د نوم ثبتولو د مرکزونو امنيت نيول لويه ننګونه وي.

چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې تمه لري په راتلونکو دوو مياشتو کې به د رأی ورکولو پر شرايطو برابر شااوخوا ۱۴ میليونه کسان تر اوو زرو زياتو نوم ثبتولو مرکزونو کې نومونه ثبت کړي.

ډېلي مېل دا هم لیکلي چې د افغانستان د ملي شورا او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو پر وړاندې به امنيت تر ټولو لویه ستونزه وي چې انتخابات‌يې له درې کلونو راهيسې ځنډولي دي.

د ورځپاڼې په وينا تر امنيت وروسته لوژستيکي مسايل مطرح وو چې حکومت ورسره مخامخ دی.

  • ډیپلومات خپرونه

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې يوې بلې موضوع ته پام کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان هوايي قواوې په درېيو کې یوه برخه حملې د «A-۲۹» الوتکو په‎واسطه کوي.

ډیپلومات په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش له قوله لیکلي چې وايي، «A-۲۹» الوتکې د هېواد په ختيځ، جنوب، لوېديځ او شمال کې هوايي حملې کوي.

خپرونه لیکي:

د امریکا پوځ ۴۲۷ میليونه ډالر مصرف کړي چې د روان کال تر پایه افغانستان ته ۲۰ «A-۲۹» الوتکې انتقال شي.

اوس‎مهال له دغو الوتکو څخه ۱۲يې په افغانستان کې هوايي حملې کوي او ټاکل شوې ده اته نورې الوتکې په راتلوتکې اوونۍ کې افغانستان ته انتقال شي.

د «A-۲۹» ډول څخه سوپر ټوکانو الوتکې دوه انجنه لري چې د ترورېستانو پر ضد د عملیاتو لپاره جوړ شوي.

دا الوتکې دقيق ماشينونه لري او کولای شي ۲۲۶ کېلو ګرامه وزن لرونکي بمونه يوسي.

د ډیپلومات خپرونې په ليکنه، افغان هوايي ځواکونه چې ترڅو کلونو مخکې پورې ډېر ضعيف وو، اوس تجهيز شوي او تمه لري چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان ۲۵۹ الوتکې ولري او پرسونل به‌یې هم ۱۲ زرو کسانو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG