د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

پنټاګون: په سوریه کې د امریکا په پوځي ماموریت کې هېڅ راز بدلون نه‎دی راغلی


د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا د داعش په وړاندې د متحد ایالاتو دریځ د پخوا په څېر دا دی چې دې ډلې ته باید ماته ورکړل شي.

د پنټاګون ویاندې ډانا وایټ «Dana White» پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل چې د امریکا په دریځ کې هېڅ راز بدلون نه‎دی راغلی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې دی غواړي امریکا پوځي ځواکونه له سوریې وباسي او په خپلو دې څرګندونو یې ټوله اداره وارخطا کړه.

د پنټاګون ویانده ډانا وایټ
د پنټاګون ویانده ډانا وایټ

د ښاغلي ټرمپ ځینو نېژدې همکارانو اندېښنه څرګنده کړه چې د ځواکونو له وخته مخکې ایستل ښايي ناوړه منفي ولري.

د چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ دا خبره نوره هم روښانه کړه چې د سوریې ماموریت به ډېر ژر پای ته ورسېږي، مګر د سرتېرو د ایستلو د مهالوېش په اړه یې جزئیات ورنه‎کړل، خو پرون پنجشنبه د امریکا د پوځ یوه بل چارواکي هم وویل چې په سوریه کې د امریکا پوځي پالیسي د پخوا په څېر دوام کوي او بدلون به په‎کې رانه شي.

د پلیو سمندري قواوو جنرال کینیت مککېنزي «Kenneth McKenzie» په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، په‎داسې حال کې چې د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش ډلې پرضد د جګړې وروستي پړاو ته رسېږي، هلته خپل پوځي حضور بیا تنظیموي نو دې ته په پام سره په هېڅ شي کې بدلون نه‎راځي.

ډګر جنرال مککېنزي زیاته کړه، هغه مهال چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو مشخصه نېټه اعلان شوه، په نتیجه کې ستونزې جوړې شوې ځکه وسله‎والو طالبانو ته د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه معلومه شوه.

د امریکا متحدایالات له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پرضد د نړیوال ائتلاف د عملیاتو مشري کوي.

په‎دې عملیاتو کې د داعش ډلې پر ضد هوايي حملې او د «YPG» په نوم د سوریې د کُرد ملېشو ملاتړ شامل دی چې په نتیجه کې یې د سوریې د شمال او ختیځ پراخې سیمې د داعش ډلې له وسله‎والو څخه ازادې شوې خو په وروستیو څو اونیو کې وروسته له دې چې د «YPG» ملېشو خپله پاملرنه د افراطي ډلو د ځپلو پرځای په عفرین سیمه کې د ترکي ځواکونو پرضد عملیاتو ته واړوله، نو د داعش ډلې پرضد په مبارزه کې پخوانۍ چټکې بریاوې هم په ټپه ودرېدې.

جنرال مککېنزي دې پوښتنې ته چې کله ولسمشر ټرمپ له سوریې د پوځي ځواکونو د ایستلو خبرداری ورکوي، نو کُرد ځواکونه به څنګه د داعش ډلې پرضد مبارزې ته دوام ورکړي له ځواب ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG