د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشرانو د سوریې پر راتلونکې خبرې وکړې


ولادیمیر پوتین، رجب طیب اردوغان او حسن روحاني
ولادیمیر پوتین، رجب طیب اردوغان او حسن روحاني

د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشرانو نن د ترکیې په پلازمېنه انقرې کې د سوریې پر راتلونکې خبرې وکړې.

د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو نن په انقره کې موافقه وکړه چې د سوریې کړکېچ یوازې په مذاکراتو او سیاسي لارو چارو ختمېدای شي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېب‌پاڼه نن د اپرېل ۴مه د دغو درېیو مشرانو ګډه اعلامیه خپره شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د خپل ایراني او روسي سیالانو حسن روحاني او ولادیمیر پوتین کوربه وو.

په ګډه اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغو مشرانو په اغېزمنونکو سیمو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او په همدې سیمو کې د بشري مرستو د لاسرسي د چارو ملاتړ کړی.

د غه درې واړه هېوادونه د سوریې په جګړه کې ښکلېل دي.
د غه درې واړه هېوادونه د سوریې په جګړه کې ښکلېل دي.

د غه درې هېوادونه د سوریې په وضعیت کې ښکېل بلل کېږي، داسې چې د جګړو د ختمېدو لپاره د خوندي زون په رامنځته کېدو کې همکاري کوي او په عین وخت کې د سوریې د رژیم له مخالفو ډلو ملاتړ هم کوي.

تهران د اوږدې مودې لپاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د شیعه علویانو ملاتړ کړی دی، خو په عین وخت کې د ناټو د متحدې ترکیې سره دښمني لري.

مسکو هم په اقتصادي لحاظ د ایران ملاتړ کړی او په منځني ختیځ کې د سوریې تر ټولو نږدې متحد دی.

ترکیه د ولسمشر اسد مخالفه ده او له پېړیو راهیسي یې له روسیې سره ستونزې او شخړې راپورته شوې دي.

دغه هېوادونه په همدې حال کې د سوریې د جګړې د ختمېدو په هدف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سولې خبرو تمویلوونکي هم دي.

د استانې پروسه په ژېنو کې د ملګرو ملتونو له لوري د سوریې د سولې خبرو سره موازي پروسه ده.

د روسې ولسمشر چې د اپرېل پر ۳مه نېټه‌یې پرون په انقره کې له خپل ترکي سیال سره دوه اړخیزې خبرې وکړې، وویل چې دواړه هېوادونه کولای شي په سوریه کې د خپلو منافعو په پام کې نیولو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز د ایران ولسمشر حسن روحاني انقرې ته تر سفر دمخه ویلي چې هغه بهرني ځواکونه چې د دمشق له اجازې پرته په سوریه کې فعالیت کوي، باید له هغه ځایه ووځي.

بل لور ته واشنګټن دی چې له اوږدې مودې راهیسې د منځني ختیځ په سیاستونو کې عمده برخه لري او په عین وخت کې د یادو درېیو هېوادونو اجنډاوې ورسره په ټکر کې دي.

د منځني ختیځ د چارو څېړونکي وایی، یاد درې سره هېوادونه په یو ډول په سیمه کې د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ د تعادل ساتلو په خاطر د امریکا حضور ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اپرېل په ۳مه «پرون» وویل چې د اسلامي دولت ډلې سخت دریځو په وړاندې مأموریت‌یې نږدې ختم شوی او ډېر ژر به پرېکړه وکړي چې له سوریې څخه خپل ځواکونه باسي که څنګه؟

سوریه
سوریه

د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشرانو په تېر نومبر کې د روسیې په سوچي ښار کې ورته غونډه جوړه کړې وه.

په واشنګټن کې مېشت د جګړو د مطالعاتو د انسټټیوت غړي الیزابت تیومن ویلي چې ښایي اردوغان غواړي له دې غونډې څخه په استفادې په عراق او د سوریې په شمال کې د فعالیت د پراخېدو په برخه کې د ایران او روسیې ملاتړ خپل کړي.

XS
SM
MD
LG