د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د روسیې ولسمشر سبا سې شنبه د ترکیې له ولسمشر سره ویني


د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین به ترکیې ته په دوه ورځني سفر کې د ترکیې او روسیې ترمنځ په لوړه کچه د همکارۍ د شورا په چوکاټ کې سبا سې شنبه په انقره کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.

کرملين د دوشنبې په ورځ وویل چې دواړه خواوې به په تېره بیا د انرژۍ د سکټور په ګډون د ګډو ستراتیژیکو پروژو د عملي کولو ترڅنګ، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

کرملين دغه راز ویلي چې دواړه مشران به په رسمي توګه د ترکیې د اکویو د اټمي انرژۍ د دستګاه لومړۍ برخه پرانیزي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې د انرژۍ دولتي کمپنۍ روساتوم د ۲۰۱۵ میلادي کال په اپریل کې د دغې دستګاه چې څلور برخې لري او لګښت یې شل ميلیارډه ډالره اټکل شوی، د جوړولو کار پیل کړی دی.

اکویو د ترکیې د اټمي انرژۍ لومړنۍ دستګاه ده چې په دې هېواد کې چې د هایدروکاربن د انرژۍ د منابعو له پلوه خواردی، د روسیې په مرسته جوړیږي.

ترکیه چې انرژۍ ته ډېره تږې ده، هیله منده ده چې په دې سره به د انرژۍ له پلوه خپل ځان بسیا کړي.

د کرملين په وینا، پوتین او اردوغان به مخکې له دې چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د سوریې د وضعیت په ګډون پرسیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې چې درې واړه ولسمشران د چهارشنبې په ورځ په انقره کې غونډه وکړي.

روسیه، ترکیه او ایران درې واړه د سوریې په اوه کلنه جګړه کې ډېر ښکېل دي او هم یې د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د سوریې د سولې د خبرو کوربه توب کړی دی.

د ایران ترڅنګ روسیې په دې جګړه کې په سیاسي او پوځي برخو کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړ کړی، خو ترکیه بیا د هغو یاغیانو ملاتړکوي چې له قدرته د اسد د لېرې کېدو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG