د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

پوتین: انقرې ته به د «S-۴۰۰» ډوله میزایلو ضد سیستم د ورکولو چارې چټکې کړو


د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره‌يې موافقه کړې چې انقرې ته به د «S-۴۰۰» ډوله میزایلو ضد سیستم د ورکولو چارې چټکې کړي.

ناټو تړون چې د ترکيې متحد دی، انقرې ته د روسيې ساخت «S-۴۰۰» میزایلو ضد سیستم د ورکولو له امله اندېښنه لري.

ولسمشر پوتین له اردوغان سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، موږ پرېکړه وکړه چې ترکيې ته د «S-۴۰۰» میزایلو د ورکولو مهالوېش چټک کړو.

ولسمشر پوتین له اردوغان سره
ولسمشر پوتین له اردوغان سره

دی وايي:

"موږ د روسيې او ترکيې ترمنځ د پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پړاو په ځانګړي ډول ترکيې ته د «S-۴۰۰» ورکولو د قرارداد د نهايي کولو په اړه خبرې وکړې."

که څه هم پوتین ترکيې ته د «S-۴۰۰» میزایلو ضد سیستم د ورکولو دقیقه نېټه یاده نه‎کړه، خو تر دې مخکې ویل شوي چې ترکیه به د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه او یا د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې دا سیستم ترلاسه کړي.

د ترکيې ولسمشر انقرې ته په چټکۍ سره د «S-۴۰۰» میزایلو ضد سیستم د ورکولو موضوع ته په اشارې وویل، موږ دا موضوع درک کړې ده.

تر دې مخکې ولسمشر پوتین او جمهور رئیس اردوغان په ترکیه کې د لومړنۍ اټمي بټۍ د جوړولو کار رسماً افتتاح کړ.

پوتین او اردوغان د دې اټمي بټۍ د پرانیستلو مراسم د وېډیو کنفرانس له لارې وکتل.

دا اټمي بټۍ د ۲۰ میلیارده ډالرو په لګښت د ترکيې په جنوب کې جوړېږي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم نن چهارشنبه انقرې ته لاړ شي او له ترکي او روسي مشرانو سره د سوريې د جګړې په ګډون پر یو شمېر مسئلو درې اړخیزه غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG